راپور: عبدالولي عمري

د هندوستان په دهرادون لوبغالي کي د افغانستان او ایرلینډ د یورځنیو لوبو د سریز ورستۍ لوبه د ایرلینډ لوبډلي په ګټه پای ته ورسیده.
افغانستان په پنځه یورځنیو لوبو کي د هري لوبي پر تغیراتو سربیره په خپل کور کي د یورځنیو لوبو ورستۍ لوبه کي ماته ومنل.

افغان کرکټ ملي لوبډلي په ورستۍ لوبه کي د لوبي کولو لپاره میدان ته کښته سوه، دې لوبډلي ته یوځل بیا پیلونکو لوبغاړو میدان پریښود او وې نکولائ سوه چي خپل مسؤلیت په ښه ډول ادا کړي.
دلته شهزاد ، جاوید ، او رحمت وه چي خپلي ویکټي یې په لږو منډو له لاسه ورکړي، دې بې هوشه لوبډلي ته اصغر افغان محمد نبي او راشد خان د تیر په څیر لوبه پر جوش راویستل ، او وې کولای سوه چي هدف ته د اوږتیا پر مټ کار وکړې، افغان لوبډلي په خپلو ټولو اورونو کي ۶ لوبغاړې له لاسه ورکړه او ایرلینډۍ لوبډلي ته یې د ۲۱۷ منډو هدف ورکړ.

د افغان لوبډلي لپاره اصغر افغان ۸۲ ، محمدنبي ۴۰ او راشد خان بیا ۳۵ منډي وکړې.
ایرلینډۍ لوبډلي ته ډکریل دوه ، مرتاک، مک بربن، سمي سینګ، کامیرون یوه یوه ویکټي ترلاسه کړې.

په دوهم دوار توپ وهنه کي بیا ایرلینډۍ لوبډلي د پوره مرال سره افغان لوبډلي ته په ۴۸ تم اور کي ماته ورکړه، ایرلینډیانو په پنځه ویکټو لوبه وګټله.

ایرلینډ ته سټرلینګ ۷۰، بیلبرني ۶۸ منډي وکړې.
د افغان توپ اچوونکو څخه ظاهر خان په خپله لمړۍ نړیواله لوبه کي دوې، راشد، نبي، او مجیب یوه یوه ویکټ تر لاسه کړه.

دې لوبه کي افغان راشد خان ۲۰۰ منډي پوره کړې، اصغر افغان د ښې توپ وهني له امله د لوبي د غوره لوبغاړی وټاکل سو او بیلبیرني د سریز د غوره لوبغاړي ډالۍ یوړه.

د یادوني ده چي دې لوبو کي د افغانستان لپاره دوه نوي لوبغاړي میدان ته کښته سوه او خپلي نړیوالي لوبي یې پیل کړې، دا هغه لوبغاړي دي چي د نورو لوبو لپاره به د افغانستان نماینده ګي کوي، اکرم علي خیل او ظاهر خان.
ددې نوو لوبغاړو څخه اِکرم ته په دوو لوبوکي چانس ورکول سو چي په خپلو دوو نړیوالو یورځنیو لوبو کي بې وخته اوبې ځایه میدان ته کښته سو ، په لمړۍ نړیوالي یورځنۍ لوبي کي د ۷ م لوبغاړي په حیث میدان ته روان سو چي ۵ منډي یې وکړې خو باران یې د لوبي خوند یو وړ او لوبه یې بې پایلي پای ته ورسیده.
د همدې سریز په څلورمه او د اِکرم په دوهمه لوبه کي یو ځل بیا اِکرم ته چانس په لاس ورغی خو د بخت او تخت ستوري یې چپ خواته روان سوه او اِکرم د پنځم لوبغاړي په توګه خپل ویکټ په یوه منډه له لاسه ورکړه.
د سریز په ورستۍ لوبه کي یو بل سپین توپ اچوونکي ظاهر خان ته هم چانس په لاس ورغی ظاهر خان د نړیوالو یورځنیو لوبو لمړۍ لوبه په دوو ویکټو پای ته ورسول، د ظاهر خان سره هم بخت ملګرتیا ونه کړه چي په لمړۍ لوبه کي ایرلینډ ته ماته ورکړې، خو داهرڅه برعکس سوه ایرلینډ افغانستان ته ماته ورکړه، ظاهر خان په خپلي لوبډلي پسي نیکمرغه نه سو ځکه افغانستان د سریز ورستۍ لوبه ایرلینډ ته ورکړه، او دواړو لوبډلو لوبي مساوي پای ته ورسیدې