د آیرلنډ او افغانستان ترمنځ د یو ورځنیو لوبو لړۍ ته لنډه کتنه

 – لاس ته راوړنې او نیمګړتیاوې/ تېروتنې

لیکنه: سلیمان څارګر

د افغانستان او آیرلینډ د کرکټ ملي لوبډلو تر منځ د هندوستان په دهرادون لوبغالي کې د پنځو یو ورځنیو لوبو لړۍ ۲ – ۲ مساوي پای ته و رسېده. په دغو لوبو کې د افغان لوبډلې ځینې لاس ته راوړنې او ځینې نیمګړتیاوې/تېروتنې را بر سېره شوې چې په لاندې ډول ورته کتنه کوو:

لاس ته راوړنې

له بدو حالاتو د لوبډلې د وتلو هنر: په دې لوبو کې تر ټولو ښه لاس ته راوړنه له سختو شرایطو څخه د لوبډلې د ویستلو هنر ؤ. نږدې په هره لوبه کې افغان لوبډله له ۱۰۰ منډو وړاندې له سختو ستونځو سره مخامخ کیدله چې د منځنیو توپ وهونکو څخه وروسته راتلونکو لوبغاړو نږدې په هره لوبه کې افغان لوبډله له دې ستونځمنو حالاتو څخه را ویستله چې دا کار په نړیوال جام کې د پرانیستونکو او منځنیو لوبغاړو څخه تر ډېره فشار کمولی شي او هغوی به و کولی شي چې په خلاص زړه لوبه تر سره کړي.

بله ښه لاس ته راوړنه د کپتان اصغر افغان په فارم کې را تلل دي. په دې لوبو کې اصغر افغان تر ټولو افغان توپ وهونکو ښه و ځلېد چې په دې سره په نړیوال جام کې د منځنیو لوبغاړو لکه رحمت شاه، حشمت شهیدي او ګلبدین نایب له مټو بار کمیږي.

همدارنګه په پرانیستونکو لوبغاړو کې د حضرت الله ځاځي چټکه توپ وهنه د پیل لوبغاړي (شهزاد یا کوم بل پیلیز لوبغاړی) ته دا زمینه برابروي چې په ویکټو  تر ډېره پاتې شي او ځان له ویشتن ځای سره بلد کړي، ځکه چې حضرت الله ځاځی د تېزو منډو د فوق العاده استعداد له کبله په لومړیو کې مخالف توپ اچوونکي تر برید لاندې را ولي او د خپلې لوبډلې د منډو اوسط لوړ ساتلی شي.

په وروستۍ لوبه کې د چپ لاسي ورو توپ اچوونکي، ظاهر خان توپ اچونه له کماله ډکه وه او که دې ځوان لوبغاړي ته په یو څو نورو لوبو کې د ګډون چانس ور کړل شي نو زمونږ د ورو توپ اچوونکو ډله به نوره هم ځواکمنه شي خو د یادونې وړ ده چې د مجیب، نبي او راشد په شتون کې به ظاهر خان ته په لوبډله کې د مستقل ځای پیدا کول ستونځمن وي او لوبډلې ته د راتلو لپاره باید سخته مبارزه و کړي.

نیمګړتیاوې/ تېروتنې

په دغو لوبو کې تر ټولو ستره نیمګړتیا د منځنیو لوبغاړو مسلسله ناکامي وه. نږدې په هره لوبه کې زمونږ منځني لوبغاړي ناکام شول او د منډو جوړولو ټول بار د وروسته را تلونکو لوبغاړو په مټو ور واچول شو چې له امله یې په ټولو لوبو کې افغان لوبډله تر فشار لاندې وه او تر پایه دغه ستونځه هواره نه شوه.

بله لویه نیمګړتیا چې تېروتنه هم ورته ویلی شو په اسیایي جام کې د لوبېدلي لوبډلې ترکیب (Combination) ماتول ؤ. ستاسو ټولو به په یاد وي چې په اسیایي جام کې افغان لوبډله ډېره ښه و ځلېده. لومړۍ به پیلیزو لوبغاړو ښه لوبه کوله، که هغوی به ښه و نه ځلیدل نو د حشمت الله شهیدي او رحمت شاه زرمتي لوبې به ټیم ته استحکام ور کاوه چې وروستیو لوبغاړو به د بریدګرې لوبې د تر سره کولو فرصت درلود خو د آیرلېنډ سره په تر سره شویو لوبو کې په مسلسله توګه د لوبغاړو د بدلولو له کبله دغه ترکیب مات شو او زما په نظر بېرته د همدې ترکیب برابرول به وخت و نیسي.  د نړۍ په نورو ټیمونو کې تجربې یواځې د ضعف ټکو ته حل موندلو په موخه تر سره کیږي، خو زمونږ روزونکي ډلګۍ او کپتان دا سیریز له یوه سره په تجربو کولو تېر کړ.

د دې تر څنګ یوه بله جدي ستونځه د ډېرو زیاتو خالي (Dot) توپونو لوبول او د یوې منډې د تر لاسه کولو په برخه کې د توپ وهونکو کمزورتیا وه. که دې لوبو ته ځیر شو نو په لومړۍ لوبه کې افغان توپ وهونکو ۱۷۲، په دریمه لوبه کې ۱۶۳، په څلورمه لوبه کې ۱۷۸ او په پنځمه لوبه کې ۱۷۶ خالي یا ډاټ توپونه و لوبول چې په اوسط ډول په هره لوبه کې له ۱۷۲ زیات توپونه خالي لوبول شوي دي، یعنې مونږ په هره لوبه کې  لږ تر لږه ۲۸ اورونه مېډ اېن لوبولي دي. روزونکي ډلګۍ په دې برخه کې له جدي پوښتنو سره مخامخ ده او په دې اړه باید وضاحت ور کړي. که له ۱۷۲ توپونو څخه یواځې په ۷۲ توپونو یوه یوه منډه راغلې وای نو مونږ په هره لوبه کې تر ۳۰۰ د ډېرو منډو جوړولو جوګه کېدو. نه پوهیږو چې روزونکي ډلګۍ او کپتان به دې حالت ته څه ډول ځواب و وايي.

دې پوښتنې ته هم ځواب موندل مهم دي چې مونږ په ۲۰ اوریزو لوبو کې په اسانۍ سره تر ۲۰۰ ډېرې منډې جوړولې خو په ۵۰ اوریزو لوبو کې تر ۲۰۰ رسېدل را ته ډېر ستونځمن ؤ. همدارنګه د هند په میدانونو کې د شبنم د ورېدو ستونځه (Dew Factor) هم په نظر کې نه نیول کېده چې پړه یې د کپتان په غاړه ده.

همدارنګه د هرې لوبې لپاره په لوبډله کې تغیر را وستل او سمیع الله شینواري ته په مسلسل ډول د لوبېدو چانس ور کول هم هغه تېروتنې وې چې زمونږ په زیان تمامې شوې. منیر کاکړ او درویش رسولي له پامه غورځول هم بې انصافي ده او تر نړیوال جام وړاندې باید له دغو دوو لوبغاړو څخه یوه ته د سمیع الله شینواري په ځای د لوبېدو چانس ور کړل شوی وای. همدارنګه نړیوال جام ته د وفادار مومند د تیارولو چانس مو هم له لاسه ور کړ. بله مهمه خبره دا چې نجیب الله ځدراڼ باید له حشمت شهیدي څخه وړاندې توپ وهنې ته را و وځي، ځکه چې مونږ په وروستیو منځنیو لوبغاړو (Lower Middle Order) کې راشد او نبي لرو چې کولی شي چټکې منډې تر لاسه کړي. همدارنګه نجیب ځدراڼ لومړني ۱۰ الی ۱۵ توپونه په ارامه لوبوي او له هغې وروسته لوبه تېزوي چې په وروستیو کې د هغه را ویستل زمونږ د منډو د اوسط د خرابېدو لامل کیږي.

په ټول کې، دغو ۵ لوبو د روزونکي ډلګۍ او کپتان نیمګړیتاوې څرګندې کړې چې په ټولو ۵ لوبو کې د افغانستان د منځنیو لوبغاړو د ژر سوځېدو ستونځې د حل لارې په موندلو کې پاتې راغلل او کرکټ بورډ باید سر له اوسه د دې ستونځې د هواري لپاره لاس په کار شي. همدارنګه له روزونکي ډلګۍ څخه باید د دغو نیمګړتیاوو په اړه  پوښتنه و شي او د هغوی ځواب او تدابیر باید په ګوته او تر ارزونې لاندې و نیول شي. د غوراوي کمېټه هم د منیر کاکړ او درویش رسولي په هېرولو او د سمېع الله شینواري په غوره کولو کې سره ځان له پړې نه شي خلاصولی.