سمیع الله دراني
تېره شپه ایرلېنډ افغانستان ته په دریمه یو ورځنۍ لوبه کې په ۴ وېکټو ماته ورکړه او په دې ډول ایرلېنډ یوولسمه یو ورځنۍ لوبه له افغانستان څخه وګټله.
افغانستان او یرلېنډ ۲۳ یو ورځنۍ لوبې کړي، چې ۱۱ افغانستان او ۱۱ ایرلېنډ ګټلي او یوه لوبه باران بې پایلې کړې ده، نو په دې ډول د افغانستان او یرلېنډ بریاوې سره مساوي شوې.
په دریمه لوبه کې افغانستان د نجیب الله ځدران د ۱۰۴ ناسوځېدلو منډو او د اصغر افغان د ۷۵ منډو پرمټ ۲۵۶ منډې وکړې.

ایرلېنډ دا هدف په ۴۹ اورونوکې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره د انډریو بلبېرني د ۱۴۵ ناسوځېدلو منډو او د جورج ډوکرېل د نیمه سلیزې په مرسته پوره کړ او افغانستان ته یې ماته ورکړه.
د لوبې غوره لوبغاړی بلبېرني ونومول شو.
څلورمه یو ورځنۍ لوبه د جمعې په ورځ د مارچ په اتمه نېټه ترسره کېږي.