ویسټنډيزی لوبغاړی انګلستان ته ځي
بهار سمسور
رسنۍ کاږي چې د ویسټنډيز په برباډوس کې زیږیدلی ځوان الرونډر جوفرا ارچر به راروان ۲۰۱۹ کال نړیوال جام کې د انګستان په لوبډله کې ولوبیږي.
د معلوماتو له مخې ارچر د انګلستان ویزه تر لاسه کړې ده، او روان کال د کورنیو لوبو فصل به ولوبوي، او له ځلیدو وروسته به د انګستان په لوبډله کې ولوبیږي.
ارچر ښی لاسی توپ اچونکی دی او هم له اوپن واخله بیا تر اتم نهم پوزیشن پورې توپ وهنه کولی شي.
ارچر د دې تر څنګ په زیاتره تجارتي لیګونو کې هم لوبیدلی او ښه لوبیدلی هم دی.
د وصولو له مخې هر هغه لوبغاړی چې وغواړي د بل هېواد لپآره ولوبیږي، نو د هغه هېواد د قوانینو مطابق به ځینې مراحل طی کوي او د ویزې تر اخیستو وروسته به تابعیت اخلي.
او د بیا به د کورني کریکټ لوبې کوي، چې له ځلیدو وروسته به بیا ملي لوبډلې ته راځي.
خو د جوفرا ارچر اړوند دغه موضوع که څه هم رسنیو ګرمه کړې ده، خو د انګلستان او والز کریکټ بورډونو په دې اړه څه نه دي ویلي.ش