استرالیا د اشیز په لوبو کې له انګلستان څخه د ټیسټ لړۍ وګټله

راپور: خپلواک دریځ

دا مهال د استرالیا او انګلستان ترمنځ په استرالیا کې د اشیز لوبو لړۍ کې ټیسټ لړۍ روانه ده، د ټیسټ په دغه پنځه لوبو کې چې دوې یې لاهم پاته دې استرالیا یې اتلولي ترلاسه کړه او ۳-۰ مخکې شوه.

انګلستان په دریمه ټیسټ کې په لومړۍ پآڼۍ کې ۴۰۳ منډې وکړې چې ډیويډ مالان ورته ۱۴۰، جوني بیریسټو ۱۱۹ او مارک ټونمن ۵۶ منډې جوړي کړې.


د استرالیا توپ اچوونکو کې میچل سټارک ۴، جوش هزلیووډ ۳ او پت کومینس ۲ ویګټې ترلاسه کړې.

استرالیا لومړۍ پاڼۍ کې د سټیف سمټ ۲۳۹، میچل مارش ۱۸۱، او عثمان خواجه د ۵۰ منډو په برکت سره ۶۶۲ منډې وکړې او توپ وهنه یې انګلستان ته ورکړه.

د انګلستان لپاره تېز توپ اچوونکي جیمزانډرسن ۴، کرایګ اورټن ۲ او کریس وکس ۱ ویکټ واخیسته

انګلستان هغه وخت خپله دوهمه پاڼۍ پیل کړه چې د استرالیا د ۲۵۹ منډو پوروړې وه خو د سیالي لوبډلې پور یې هم ادا نکړای شو او لوبه یې وبایلل

25398958_1841411809211240_2305900565640183968_nدوی دوهمه پاڼۍ کې ټولې ۲۱۸ منډې وکړې، چې ډیویډ مالان ۵۴ او جیمز وینس ۵۵ منډې وکړې.
د استرالیا توپ اچوونه کې جوش هزلیووډ ښکلې توپ اچوونه وکړه هغه ۵ ویکټې ترلاسه کړې، پت کومینس او نتن لیون دوې-دوې ویکټې واخیستې.
استرالیا په دې سره دریمه ټیسټ لوبه کې په یوې پاڼۍ او ۴۱ منډو سره وکولای شوه چې انګلستان ته ماته ورکړي او د ټیسټ لړۍ وګټي او ۳-۰ مخکې هم شي.

د دغې لوبې غوره لوبغاړی سټیف سمیټ وټاکل شو چې ۲۳۹ منډې یې د خپلې لوبډلې په ګټه په ۳۹۹ توپونو جوړي کړي وې.

د دواړو لوبډلو ترمنځ به د روانو ټیسټ لوبو د لړۍ څلورمه سیالۍ د ډسمبر پر ۲۶مه د سې شنبې پر ورځ پیل شي.
تراوسه د کریکټ په تاریخ کې د استرالیا او انګلستان ترمنځ ۷۰ اشیز سیریزونه شوي دې، چې استرالیا پکې ۳۳ او انګلستان پکې ۳۲ ګټلي دي خو پاته ۵ یې بې پایلې مساوي شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *