هند له ټیسټ کپ وروسته د یو ورځنیو لوبو سیریز هم وګوټ

راپور: خپلواک دریځ

هندوستان کریکټ ملي لوبډله دا وخت د سریلانکا کوربنه ده، دواړو لوبډلو لومړی د ټیسټ لوبو لړۍ وکړه چې هندوستان ۱-۰ وګټل او دوې لوبې یې مساوي شوي وې خو له هغه وروسته یې د ډیسمبر پر ۱۰مه د یو ورځنیو لوبو لړۍ پیل شوه په لومړۍ لوبه کې سریلانکا وکولای شوه د یو ورځنیو لوبو د ۱۲ ماتو څخه وروسته د هند پر وړاندې په ۷ ویکټو بریا خپله کړي.

دوهمه لوبه کې بیا د سریلانکا مخکنۍ مزه نه وه او په ۱۴۱ منډو توپیر یې ماته وخوړه خو دریمه او د یو ورځنیو لوبو د لړۍ وروستۍ لوبه چې تېره ورځ ترسره شوه هندوستان یوځلي بیا سریلانکا ته په ۸ ویکټو ماته ورکړه.

دې لوبې کې د لوبې پچه هندوستان وګټل او لومړی یې د توپ اچوونې پریکړه وکړه د سریلانکا لوبډلې په ۴۵ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړه او د ۲۱۶ منډو هدف یې هند ته ورکړی، چې اوپل ترنګا پکې ۹۵ منډې جوړي کړې او سدیرا سمارا ویکراما ۴۲ منډې وکړې.

کلدیف یاداف او چاهال درې درې خو هارډیک پانډیا دوې ویکټې ترلاسه کړې

iهندوستان د شکرداون د ۱۰۰ ناسوځېدلو، شیریاز ایر ۶۵ او دنیش کرتیک د ۲۶ منډو پر سر د لوبې په ۳۲،۱ اورونو کې د سریلانکا د ۲۱۶ منډو هدف پوره کړی.

تیسارا پریرا او اکیلا دننجایا یوه یوه ویکټ ترلاسه کړه.

کلدیف یاداف د لوبې غوره لوبغاړی شو.

ددې یو ورځنیو لوبو د سریز په ۲۱۷ منډو مخکښ توپ وهونکی روهیت شرما شو او مخکښ توپ اچوونکی په ۶ ویکټو یزویندرا چاهال وټاکل شو.
هندوستان او سریلانکا به د دریو ۲۰ اوریزو لوبو لړۍ د ډسمبر پر ۲۰مه د جهارشنبې پر شپه د افغانستان پروخت ۰۶:۰۰ بجې ترسره کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *