انګلنډۍ لوبډله په ټیسټ کې د سهیلي افریقا او هند، وروسته کولو هڅه کوي

فریدون دراني

انګلستانۍ لوبډله چې په دې وروستیو کې ورته ډېر کار شوی، په یو ورځنیو او ټېسټ لوبو کې د درجه بندۍ په نوملړ کې د مخکې تګ په حال کې ده.

انګلستانۍ لوبډله چې کرکټ یې ملي لوبه ده، په یو ورځنیو لوبو کې د کرکټ نړیوالې شورا په درجه بندۍ کې لومړی مقام لري.

دې لوبډلې په یو ورځنیو لوبو کې د ۲۰۱۸ م کال له سرڅخه لومړی مقام ساتلی دی، دا مقام ځېنې وختونه اسټرالیا، هندوستان او سهیلي افریقا له ځان سره محکم کړی دی؛ خو د ۲۰۱۸ م کال له سره د یو ورځنیو لوبو لومړی مقام له انګلستان سره دی. دوی د ۱۲۶ نومرو په لرلو سره د نوملړ په سرکې دي.

هندوستان د ۱۲۱ نومرو په لرلو سره دوهم، نیوزیلېنډ د ۱۱۲ نومرو په لرلو سره دریم، سهیلي افریقا د ۱۱۱ نومرو په لرلو سره څلورم او پاکستان د ۱۰۲ نومرو په لرلو سره پنځم ځای کې دی. ورپسې اسټرالیا، بنګله دېش، سریلانکا، ویسټ انډیز، افغانستان او زِمبابوي دي.

د نړیوالو لوبډلو د ټېسټ لوبو درجه بندي:

د کرکټ نړیوالې شورا له خوا د نومبر میاشت کې درجه بندي داسې ده، چې هندوستان په ټېسټ لوبو کې د ۱۱۶ نومرو په لرلو سره لومړی مقام لري.
سهیلي افریقا د ۱۰۶ نومرو په لرلو سره دوهم، انګلستان د ۱۰۵ نومرو په لرلو سره دریم، نیوزیلېنډ د ۱۰۲ نومرو په لرلو سره څلورم، اسټرالیا د ۱۰۲ نومرو په لرلو سره پنځم، سریلانکا د ۹۷ نومرو په لرلو سره شپږم، پاکستان د ۹۵ نومرو په لرلو سره اووم، ویسټ انډیز د ۷۶ نومرو په لرلو سره اتم، بنګله دېش د ۶۷ نومرو په لرلوسره نهم او زِمبابوې د ۲ نومرو به لرلو سره لسم ځای لري.

د انګلستان او سریلانکا اوسنی سیریز:
انګلستان، سریلانکا ته په خپل ورزشي سفر کې چې د اکټوبر په میاشت کې یې کړی و او د نومبر په ۲۳ مه نېټه د جمعې په ورځ پای ته ورسېد؛ پنځه یو ورځنۍ، یوه شل اوریزه او پنځه ټېست لوبې لرلې.

د پنځه یو ورځنیو لوبو درې لوبې انګلستان وګټلې، یوه سریلانکا وګټله او بله باران بې پایلې کړه. یواځنۍ شل اوریزه لوبه هم انګلستان په ۳۰ منډو وګټله.
د پنځه ټېسټ لوبو لړۍ چې په سریلانکا کې ترسره شوې، درې انګلستان سر په سر وګټلې او لومړۍ دوه لوبې مساوي شوې.