راشد خان په یو ورځنیو سیالیو کې د نړۍ د لومړي باولر مقام وګوټ

تاند- د زیمبابوې په وړاندې په ۵ یو ورځنیو سیالیو کې د ۱۶ ویکټونو اخیستو، راشد خان په یو ورځنیو مسابقو کې د ویکټونو او امتیازونو د لرلو له پلوه د نړۍ پر لومړی درجه باولر بدل کړ.

د کرکټ نړیوالې شورا نن /سې شنبه/ اعلان وکړ چې راشد خان د کرکټ په تاریخ کې تر ټولو ځوان لوبغاړی دی چې د بالنګ په برخه کې لومړي مقام ته رسېږي.

د کرکټ نړیوالې شورا راشد خان ته د دې مقام د خپلولو په خاطر مبارکي ویلې ده.

ده د زیمبابوې په وړاندې په وروستیو پنځو یو ورځنیو سیالیو  کې ۱۶ لوبغاړي وسوځول او تر ټولو لږ منډې یې ورکړې.

په مجموع کې راشد خان په ۳۷ سیالیو کې د ۸۶ ویکټو په ترلاسه کولو او د ۷۸۷ پاینټونو په لرلو د یو ورځنیو سیالیو لومړي مقام ته رسېدلی دی.

خو دا مقام یوازې د راشد خان په برخه نه دی. له ده سره یو هندی لوبغاړی اوږه په اوږه روان دی. هندی لوبغاړی جسپرت بومرا هم ۷۸۷ امتیازونه لري او عجیبه دا ده چې ده هم  د راشد خان په شان په ۳۷ سیالیو کې ۶۴ ویکټې اخیستي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *