راشد خان د شل اوریزو سیالیو یو بل نوم هم خپل کړ

هارون لیوال  – زابل

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ځوان لوبغاړی راشد خان چې دا مهال ۲۱ کاله عمر لري، د کرکټ نړۍ په بېلابېلو فارمټونو او برخو کې یې خورا ښې لوبي کړي او ځانګړي مینوال لري.
راشد خان په راسته لاس بغلي سلو( لیګ سپینر) توپ اچوونه کوي او همدارنګه جذابه توپوهنه یې هم نړیوال کرکټ کې نندارې ته وړاندي کړې ده.
د نوموړي د ښې وړتیا او لوبیدني له مخې د کرکټ نړیوالي شورا سره د هر اړخیز(الراونډر) لوبغاړو د کتار په سر لومړي مقام، همدارنګه په یو ورځنیو او شل اوریزو لوبو کې په اول او دوهم مقام توپ اچوونکو کې ځای لري.
د تېر کال ۲۰۱۸ مېلادي د اسټرالیا په کورني کرکټ لیګ کې د سکسرز لوبډلي د ارزښتناکه لوبغاړي په نوم هم ثبت سو.
ددې ترڅنګ نوموړی نن د کرکټ اړوند په نړیوال معتبر کتاب (ویسډن) کې هم د ۲۰۱۸ کال د غوره شل اوریز توپ اچوونکي په صفت ځای په ځای سو.
نوموړي د یاد کتاب اړوند پر خپله فېسبوک پاڼه خوښي ښودلې او د لا کوښښونو یادونه یې کړې ده.
هېره دي نه وي چې راشد خان کابو څو ورځې وړاندي د کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې د شل اوریزو لوبو لپاره د اصغر افغان پر ځای لوبډلمشر او په یو ورځنیو یا پنځوس اوریزو لوبو کې د مرستیال لوبډل مشر په توګه اعلان کړ.