خان راشد خان: خوشاله یم چې نوم مې د کرکټ په یو معتبر کتاب کې لیکل شوی

 خان وزیر عابد

د افغانستان ملي لوبډلې لېګ سپېنر مخکښ لوبغاړی راشد خان د ( ۲۰۱۸) کال شل اوریزو سیالیو د مخکښ توپ اچوونکي په توګه د کرکټ اړوند یو معتبر کتاب ( ویسډن) کې د تېر کال غوره توپ اچونکي په توګه راغلی دی.

د افغان ملي لوبډلې (۲۱) کلن ځوان راشد خان په ښي لاس ورو لېګ برېک ګوګلي توپ اچونه کوي، دی په نړۍ کې د یو مخکښ او لومړي بالر په توګه راج چلوي. راشد خان چې په ډېره کمه موده کې د کرکټ لوړو پوړیو ته رسېدلی او لاهم دا اوږد مزل رالنډوي، تازه یې د دې ویاړ په توګه خوښی څرګنده کړې.

راشد خان هغه څوک دی چې په دې وروستیو کې د نړۍ په ټولو بهترینو لیګونه کې په لوړه بیه ولوبېد او اوس هم د هندوستان په غوره لیګ سیالیو کې بوخت دی. خان چې پخوا د یو توپ اچوونکي په نوم یادېده خو اوس د یو الراونډر په توګه هم یادېږي، دی په دې وروستیو کې په زړه پورې توپ وهنه هم کوي چې نړیوال یې ګوته پر غاښ کړي دي.

راشد خان د ښې وړتیا او لوبیدني له مخي د کرکټ نړیوالي شورا سره د هر اړخیز ( الراونډر) لوبغاړو د کتار په سر کې لومړي مقام لري، همدارنګه په یو ورځنیو او شل اوریزو لوبو کې په اول او دوهم مقام توپ اچوونکو کې ځای خپل کړی دی.

راشد خان هم نن خوښي ښودلې نوموړي پر خپله فسبوک پاڼه باندې لیکلي دي: ((خوښ یم چې یو ځل بیا د کرکت د نړۍ په مشهوره او معتبر کتاب (ویسډن) کې مې د کال د غوره شل اوریز توپ اچوونکي په توګه نوم خپور شوی دی، دا زما او زمونږ د هېوادوالو لپاره د ویاړ ځای دی.))

د یادونې وړده چې راشد خان څو ورځې وړاندې د افغانستان ملي لوبډلې د شل اوریزو سیالیو لوبډلمشر هم ټاکل شوی دی.