د راشد خان په نوم بل ویاړ هم ثبت شو

عمران نایاب

ځوان جادوګر ورو توپ اچوونکي راشد خان د تېرې لوبې په بهتریني کارکرګۍ ځان ته یو بل ریکارډ هم ثبت کړ.

راشد خان د درېیم کال لپاره په آی پي اېل کې لوبېږي، دغو ګڼو کلونو کې یې ډېر ویاړونه او ریکارډونه تر لاسه کړي او په یوازې لاس یې خپله لوبډله تر بریا هم رسولې ده.

راشد خان تېره شپه د درېو وېکټو په اخیستلو په یاد لیګ کې خپل ځان لپاره د ویکټو پنځوسیزه ووهله او یو بل ستر ریکارډ یې خپل کړ.

راشد خان په ۴۴ سیالیو کې د ډېرې ښې اېکانومۍ پر مټ په یادو لوبو پنځوس ویکټې پوره کړې چې په نړیوال، کورنۍ او سوداګریزو لیګونو کې د زیات اهمیت وړ دي.

خان په افغان لوبډله کې یو پیاوړی او د ملي لوبډلې لپاره یو تر ټول اقتصادي توپ اچوونکی شمېرل کیږي چې اوس تازه د افغان کرکټ بورډ له خوا د شل اوریزو سیالېو لپاره لوبډلمشر هم اعلان شوی دی.