جمیز فولنکر د خپلې همجنسبازۍ څخه پرده پورته کړه

جمیز فولکنر تازه په خپل انسټګرام لیکلي دي:  پنځه کاله کیږي له خپل بای فرینډ رب جب سره یو ځای ژوند کوم، دا چې په استرالیا کې همجنسبازي قانوني ده؛ نو جیمز فولکنر لومړی استرالیايي لوبغاړی دی چې په ښکاره د خپلې همجنسبازۍ خبره کوي.

د اسټرالیا د کرکټ د ملي لوبډلې چپ لاسي توپ اچوونکي جیمز فولکنر د خپلې همجنسبازۍ څخه پرده پورته کړه. هغه په خپل انستګرام کې د خپلې زوکړې په ورځ یو تصویر خپور کړی دی او ورسره یې لیکلي دي چې “له خپل بای فرینډ (د ژوند ملګري) او مور سره یو ماښامی.”

هغه د استرالیا لپاره تر دې دمه ۶۹ یو ورځنۍ لوبې کړې او ۹۶ لوبغاړي یې سوځېدلي دي. همدغه راز یې د ۲۰ اورونو ۲۴ لوبې کړې او ۳۶ کسان یې سوځولې دي.

جیمز فولکنر د ۲۰۱۵ کال د نړیوال کپ د سیالیو په فاینل کې د نیوزلنډ خلاف لوبې کې غوره لوبغاړی شو.

تر دې دمخکې د استرالیا د ښځو د ټیم یوې لوبغاړي د نیوزلنډ د ښځو د ټیم له یوې بلې لوبغاړې سره واده وکړ.