د هند غوره لیګ کې بنګلور لوبډله له دوهم پړاو څخه پاتې شوه

سمیع الله درانی
د آی پي ایل سیالۍ د ۸ لوبډلو په ګډون د مارچ په ۲۳ مه نېټه پیل شوي، پرون د ویرات کولي لوبډلې له ډیلي کپېټلز لوبډلې څخه په ۴۶ مه لوبه کې په ۱۶ منډو ماته وخوړه او د پلی اف سیالیو څخه پاتې شوه.
ډیلي کپېټلز لوبډلې بنګلور لوبډلې ته ۱۸۸ منډې هدف ورکړی و، چې بنګلور د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۷۱ منډې وکړې او لوبه ترې ډیلي په ۱۶ منډو وګټله.
د ډیلي لپاره شېکردوان ۵۰ او شیریاس ایئر ۵۲ منډې وکړې.
د لوبې غوره لوبغاړی شېکر دوان اعلان شو، ډیلي د نومرو په جدول کې لومړی ځای ونیوه.
پرون ماښام دوهمه لوبه د ممبیۍ انډیئنز او کلکته نایټ رایډرز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، کلکتې د کریس لیین د ۵۴ منډو، د شوبمن ګېل د ۷۶ منډو او د انډري رسل د ۸۰ ناسوځېدلو منډو په مرسته ۲۳۲ منډې وکړې.
ممبیۍ لوبډلې په ۲۰ اورونوکې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره د هارډېک پانډیا د ۹۱ منډو په مرسته ۱۹۸ منډې وکړې او لوبه ترې کلکتې په ۳۴ منډو وګټله.
د لوبې غوره لوبغاړی رسل وپېژندل شو.
کلکتې لوبډلې د نومرو په جدول کې پنځم ځای ونیوه.