د برونډي فوټبالر په میدان کې سا ورکړه

تاند

د افریقايي هیواد برونډي یوه فوټبالر د فوټبال په میدان کې د لوبې په مهال ساه پرې کړه.

دغه لوبغاړي، چې (پاپي فاتي) نومېده، د زړه تکلیف درلود خو له دې سره سره یې د برونډي د دوو کلبونو ترمنځ په مسابقه کې ګډون کړی و.

راپورونه وايي چې د پنجشنبې په ورځ /اپریل ۲۵/ د مالانتي او ګرین مامبا لوبډلو ترمنځ مسابقه روانه وه چې په پنځلسمه دقیقه یې فاتي ولوېده او په میدان کې یې سا ورکړه.

دغه ۲۹ کلن لوبغاړي ته د سږ کال په جنورۍ میاشت کې ډاکترانو له طبي معاینو وروسته ویلي و چې د زړه ناروغي لري.

ډاکترانو ورته ویلي و چې یا جراحي عملیات وکړي او یا فوټبال پرېږدي خو ده د ډاکترانو سپارښتنې ته توجه ونه کړه.

پاپي فاتي د برونډي د فوټبال د ملي لوبډلې یو مهم لوبغاړی هم ګڼل کېده او د افریقايي هیوادونو پایلوبې ته د برونډي په رسولو کې یې ښه رول لوبولی و.