فلسطین له افغانستانه غوښتي چې د سوریې په وړاندې یې کوربه توب وکړي

تاند- د فلسطین د فوټبال ټولنې د افغانستان له فوټبال فدرېشن څخه غوښتي چې د دغه ټیم د راتلونکې مسابقې کوربه توب ومني.

د فلسطین د فوټبال ټولنې دا غوښتنه په دې خاطر هم حیرانوونکې ده چې له دومره زیاتو عربي هیوادونو تېره شوې او له افغانستانه یې د کوربه توب غوښتنه کړې ده. حال دا چې افغانستان د فوټبال د خپلو لوبو کوربه توب په ایران کې کوي او د کرکټ د اکثرو لوبو کوربه توب یې په شارجه کې کړی دی.

د افغانستان د فوټبال فدرېشن په وینا د فلسطین د فوټبال ټولنې په یوه لیک کې رسماً ورڅخه غوښتي چې لېواله دی، د سوریې په وړاندې خپله مسابقه په افغانستان کې وکړي.

د فلسطیني ټولنې دا غوښتنه له افغانستان سره هم لویه مرسته کوي. کېدای شي دا مسابقه، په هغه صورت کې چې افغانستان سم میدان ورته برابر کړي، افغانستان په پردیو هیوادونو کې د خپلو مسابقو له کوربه توبه خلاص کړي او پر افغانستان د نړیوالو مسابقو اعتبار زیات کړي.

د فلسطین د فوټبال ټولنې په افغانستان کې د مسابقې غوښتنه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له لارې د افغانستان د فوټبال فدرېشن ته سپارلې ده.

د افغانستان د فوټبال فدرېشن د فلسطیني چارواکو غوښتنې ته هرکلی ویلی او ویلي یې دي چې دا غوښتنه د افغانستان د فوټبال پر فدرېشن د فلسطین د فوټبال ټولنې د باور نښه ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *