د ۱۹ کلنو نړېوال جام: افغان ۱۹ کلنه لوبډله له مخکې تګ پاتې وشوه

افغان له ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلې نن د نوولس کلنو کم عمره لوبغاړو نړیوال جام د اتو غوره لوبډلو په پړاو کې له سیالې پاکستان لوبډلې د شپږو ویکټو په توپیر ماتې وخوړه او په دغه جام کې له مخ ته تګ څخه پاتې شوه.

افغان لوبډله نن په دغه پړاو کې له پاکستان سره مخ شوه چې د لوبې د پچې په ګټلو سره یې د توپوهنې پرېکړه وکړه. افغان لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره په ۴۹،۱ اورونو کې ۱۸۹ منډې وکړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۱۹۰ منډو هدف وټاکه.

د افغان توپوهونکو له منځه لوبډلمشر فرهان ذاخېل ۴۰، عبدالرحمن ۳۰، رحمن الله ۲۹ او عابد محمدي ۲۸ منډې وکړې، په داسې حال کې چې د پاکستان توپ اچوونکو له منځه محمد عامرخان درې او فهد منیر دوه افغان لوبغاړي له ډګره بهر کړل.

ورپسې د پاکستان لوبډلې د توپوهنې پاڼۍ پیل کړه چې د توپوهونکو له منځه یې محمد هریره ۶۴ منډې، محمد حارث ۲۹ او حیدرعلي ۲۸ منډې ترلاسه کړې او افغان لوبډلې ته یې په ۴۱،۱ اور کې په شپږو ویکټو ماتې ورکړه.

د افغان توپ اچوونکو له منځه نوراحمد دوې ویکټې ترلاسه کړې. د یادولو ده چې په نړیوال جام کې نوره افغان لوبډله له مخ ته تګ څخه پاتې شوه.