د ننګرهار په غني خېلو کې د والیبال سیالېو پایلوبه غني خېل لوبډلې وګټله

راپور: حضرت عثمان نوري

څو ورځې وړاندې د ختيځ ننګرهار غني خيلو کې د شهيدانو په وياړ د واليبال سيالۍ په لاره اچول شوې وې، چې وړمه ورځ یې پای وموند.

د والیبال په دې لوبلړ کې  چې کوربتوب یې د غني خېلو ولسوالۍ کاوه، د ننګرهار له ګڼو ولسوالېو لکه: کوټ، رودات، بټي کوټ ، مومندره او سپین غر ولسوالېو څخه بېلابېلو لوبډلو برخه اخیستې وه.

په دې لوبلړکې وړمه ورځ د غني خېلو او کوټ ولسوالېو لوبډلو پایلوبه وکړه. غني خېلو لوبډلې ښه سیالي نندارې ته وړاندې کړه، ځکه خو یې پایلوبه هم په خپل نوم کړه.

د غني خېلو لوبډلې لپاره په سیالۍ کې  نثار احمد شينواری، زړګی شينواری عبدالکافي، حبيب شينواری، فرمان الله، مقيم شينواری او شريف الله د پام وړ لوبه وکړه.

 د کميټې په غړو کې  برکت شينواري، فدامحمد ، خيال حاجي، کشمير خان، شریف الله او سعيدالله ګډونوال وو.

 د لوبلړ مسوول د کمېټې له غړو څخه مننه وکړه چې د شينوارو ولسوالۍ د شهيدانو وياړ په ویاړ یې دا لوبلړ پر لاره اچولی و.

یاده دې وي چې ختیځ ننګرهار د کرکټ، فوټبال او والیبال سیالېو ګڼ شمېر مینه وال لري او زیات وخت پکې ددې سیالېو ډېر لوبلړونه پر لاره اچول کیږي.