فهیم اشرف او بلال آصف بېرته له لوبډلې سره یو ځای شول

لیکنه: اکبرعلي سمون
پاکستان چې په خپل کوربتوب یې د بنګله دېش خلاف د شل اوریزه لوبو لړۍ پخپل نوم کړه؛ تازه یې د یادې لوبډلې خلاف د دوه ترسره کیدونکو ټېسټ سیالیو لپاره شپاړس کسیزه نوملړ خپور کړ.
په اعلان شوي نوملړ کې له ځنډ وروسته فهیم اشرف ته موقع ورکړل شويده؛ او تر څنګ یې د پاکستان په کورنیو قیداعظم څلور ورځنیو لوبو کې ځلیدونکي آف سپېنر بلال آصف ته هم په لوبډله کې ځای ورکړل شوی.
بلال آصف په قیداعظم جام سیالیو کې ۴۳ ویکټې ترلاسه کړې او تر څنګ یې الراونډر فهیم اشرف په یادو سیالیو کې د ۱۱۸ منډو تر څنګ اته لوبغاړي هم یوازې دریو لوبو کې وسوځول.
خو بل خوا د بنګله دېش خلاف ټېسټ لوبو ته له اعلان شوي نوملړه عثمان شېنواری او کشیف باهټي اېستل شويدي.
د دواړو هېوادونو تر منځ به لومړی ټېسټ لوبه د فبرورۍ په اوومه د پاکستان په راولپېنډۍ کې پيل شي او دوهمه ټېسټ سیالي به د پاکستان کورنیو PSL لوبو وروسته د آپرېل په پنځمه کراچۍ کې ترسره شي، خو د دواړو لوبډلو ترمنځ به له دوهمې ټېسټ لوبې مخکې یوه پنځوس اوریزه لوبه هم د آپرېل په دریمه نیټه ترسره شي.
پاکستان د ټېسټ لوبو لپاره لاندې لوبډله اعلان کړي:
اظهرعلي لوبډلمشر، عابدعلي، اسدشفیق، بابراعظم، بلال آصف، فهیم اشرف، فوادعالم، حارېس سهېل، امام الحق، عمران خان، محمدعباس،محمد رضوان، نسیم شاه، شاهین شاه آفریدي، شان معسود او یاسرشاه