ایرلنډۍ لوبډلې د افغان کرکټ ملي لوبډلې سره له لوبو انکار وکړ

تازه ګڼ شمېر ورزشي ادرسونو د ایرلنډ کرکټ بورډ څخه خبر ورکړی دی چې دا لوبډله د یو لړ مالي ستونزو له امله له افغان لوبډلې سره د شل اوریزو لوبو لړۍ لغوه کړې او نه شي کولی چې دا لوبلړ ترسره کړي. د ایرلېنډ کرکټ بورډ اعلان کړی، چې له افغان لوبډلې سره د ۲۰۲۰ م کال مارچ میاشت کې په خپل کوربتوب سیریز نه کوي.

 د یاد هېواد د کرکټ مشر ډیوټروم ویلي، چې بورډ ته مالي ستونزې پېښې شوي او له همدې امله افغانستان سره لوبې نشي کولای.

 تمه وه چې افغان لوبډله به د ۲۰۲۰ م کال په مارچ میاشت کې د ایرلېنډ په کوربتوب له ایرلېنډ سره شل اوریزې، یو ورځنۍ او ټېسټ لوبې وکړي؛ خو اوس د کوربه هېواد کرکټ بورډ اعلان وکړ، چې دا سیریز او لوبلړۍ د مالي ستونزو له امله نشي ترسره کولای.

 اېرلېنډ کرکټ چارواکي زیاتوي، چې له بنګله دېش سره هم ټېسټ او شل اوریزې لوبې نه کوي.

 یاد هېواد له ۲۰۱۷ م کال څخه چې د ټېسټ لوبو بشپړ غړیتوب یې اخېستی، درې ټېسټ لوبې کړي، چې درې واړه یې بایللي دي.