افغان کرکټ بورډ د ایرلنډ خلاف لوبو ته بشپړ چمتو والی ښودلی

 کرکټ بورډ په خپله رسمي فېسبوک پاڼه د لوبغاړو د تمریناتو په اړه لیکلي، چې د ایرلېنډ کرکټ لوبډلې پر وړاندې مارچ میاشت کې درېیوو شل اوریزو لوبو لپاره بشپړ چمتو والی لري او دغو لوبو ته سر له اوسه په هندوستان کې تمرینات روان دي.

 د افغانستان کرکټ بورډ د ایرلنډ پر وړاندې درې شل اوریزو کرکټ لوبو لپاره د بشپړ چمتووالي خبره کوي او وایي چې د مارچ میاشتې په لومړۍ لسیزه کې د درې شل اوریزو کرکټ لوبو لپاره یې تمرینات د هندوستان په ګرېټر نوېډا لوبغالي کې پیل کړي دي.

 د کرکټ بورډ په خبره د هېواد ملي کرکټ لوبډله د مارچ میاشتې په ۶ مه نېټه له ایرلېنډ سره د هندوستان په ګرېټر نوېډا لوبغالي کې د درې شل اوریزو لوبو لړۍ پېلوي.

 د درې شل اوریزو لوبو وروستۍ هغه یې د مارچ په لسمه نېټه پېلېږي او بیا لوبلړۍ پای ته رسېږي.

 د افغانستان او ایرلنډ کرکټ لوبډلو د ۲۰۱۹ م کال د فبروري په میاشت کې درې شل اوریزې لوبې کړې وې، چې حضرت الله ځاځي پکې ۱۶۲ ناسوځېدلې منډې وکړې او د نړۍ په کچه یې یو ریکارډ هم جوړ کړی و.

 راروانو درې شل اوریزو لوبو کې هم حضرت الله ځاځی او عثمان غني نوملړ یا سکواډ کې اچول شوي او کېدای شي یو ځل بیا د ایرلېنډ پر وړاندې ښه لوبه وکړي.