شرجیل خان: زه له همدې پي ایس ایل څخه د ۵ کاله بندېز سره مخ شوم

ولید ( خپلواک) 

 د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې کيڼ لاسي توپ وهونکی شرجیل خان له یو اوږد ځنډ وروسته بیا کرکټ ته راستون شو.

پر شرجیل خان تور و چې نوموړي په ۲۰۱۷ م کال کې د پاکستان په سوپر لیګ کې د میچ فیکسینګ خبره کړې وه.

شرجیل له شواهدو وروسته د پاکستان کرکټ بورډ پنځه کاله د کرکټ څخه بند کړ، چې اوس یې شا او خوا څه کم درې کاله پوره کیدونکې دي.

نوموړي ته یو ځل بیا چانس دی تر څو د خپلې لوبډلې کراچۍ کینګز لپاره ولوبیږي. شرجيل په خپله وروستۍ مرکه کې وویل، هر څوګ تېروتنه کوي، خو خپله تېروتنه باید جبران کړې، زه ډېر زیات خوشاله یم او په پنځم فصل کې به د کراچۍ لپاره ولوبیږم. زه اوس ټول پام پي ایس ایل ته کوم او ملي ټیم ته راتګ به زما مشکل وي؛ خو که دلته ښه توپ وهنه وکړم نو ملي ټیم ته راتګ به هم دومره سخت نه وي.

زه له همدې پي ایس ایل څخه د پنځه کاله بندېز سره مخ شوم.

 د پاکستان کرکټ کورنی تجارتي لیګ د دې کال په روانه میاشت کې درې ورځې وړاندې د پاکستان په کراچۍ کې پیلیږي.