پي ایس ایل څلور ورځې وروسته پېلیږي

د پاکستان سوداګریز کرکټ لیګ یا پي ایس ایل لوبې د روانې میاشتې په شلمه نېټه د پاکستان په کراچۍ ښار کې د ۶ لوبډلو په ګډون پېلېږي او تر مارچ میاشت پورې دوام کوي.
د پاکستاني کرکټ بورډ په خبره د کراچۍ ښار ملي یا نېشنل کرکټ لوبغالی به د لومړیو لوبو او د لاهور قدافي لوبغالی به ورسره بل مل لوبغالی وي، چې د پنځم پړاو پي ایس ایل ټولې لوبې به پرې ترسره کېږي. سږ کال پي ایس ایل لیګ کې شپږ لوبډلې، پېښور زلمي، کوېټه ګلاډېئټرز، اسلام اباد یونایټېډ، ملتان سلطان، لاهور قلندرز او کراچي کېنګز شاملې دي.
د پاکستان سوداګریز کرکټ لیګ کې ټولې ۳۴ لوبې کېږي، چې د فبروري له ۲۰ مې نېټې د مارچ تر ۲۲ مې نېټې دوام کوي.
تېر کال د دې لیګ اتلولي د سرفراز احمد په لوبډلمشرۍ کې کوېټې لوبډلې اخېستې وه او پېښور زلمي لوبډلې ته یې پایلوبه کې ماته ورکړې وه.
شېن واټسن د ټول ټورنمنټ غوره توپ وهونکی راغلی و.