د بنګله دېش کرکټ بورډ پاکستان ته له خپل تګ انکار وکړ

وليد خپلواک

د بنګله دیش کرکټ بورډ مشر نظم الحسین په یو خبري کنفرانمس کې خبریالانو ته وویل، مونږ نه غواړو چې پاکستان ته د ټیسټ لوبو لپاره سفر وکړو.

پاکستان کرکټ بورډ څه موده مخکې له بنګله دیش څخه غوښتنه کړي وه چې لوبډله یې باید پاکستان ته د ټیسټ لوبو لپاره راشي.

نظم الحسین وایي لوبغاړي نه غواړي چې پاکستان ته کوم اوږد سفر وکړي، دوی زیاتوي چې امنيتي ستونزې لا هم په پاکستان کې ډیرې دي؛ که چېرې پاکستان د شل اوریزو لوبو لنډ دعوت بنګله دېش ته ورکړي؛ نو د لوبغاړو او د نورو مشرانو تر مشورې ورسته به پاکستان ته ځواب ورکړي.

نظم الحسین دغه خبرې پرون ناوخته خبریالانو سره په یوه مرکه کې په شیره بنګله لوبغالي کې وکړي، موږ په هیڅ قیمت پاکستان ته د ټیسټ لوبو لپاره نه ورځو.
بل پلو پاکستان کرکټ بورډ بنګله دېش ته خبردارى ورکړى، که پاکستان ته رانه شي نو دوی لپاره به ډېره ګرانه تمامه شي.

یاده دې وي چې څو کاله مخکې پر سریلانکا کرکټ لوبډلې یو تروریستې برید ترسره شوى و.

خو پاکستان د پیسو په بدل کې یو ځل بیا سریلانکا دي ته مجبوره کړه چې پاکستان ته د ټیسټ لوبو لپاره سفر وکړي چې په همدي سره ۱۱ کاله ورسته پاکستان په خپل کور کې د سریلانکا څخه ټیسټ لوبه وګټله