د سرېلانکا کرکټ لوبغاړو پاکستان ته له تګ چورلټ انکار وکړ

ټاکل شوې وه چې سریلانکایۍ لوبډله د سپټمبر په وروستیو کې پاکستان ته د یوې ورځنیو او شل اوریزو لوبو لپاره سفر وکړي، خو د دغې لوبډلې لوبډلمشر په گډون ۱۰ لوبغاړو پاکستان ته له سفر کولو نټه وکړه.

ټاکل شوې وه سریلانکا د سپټمبر په وروستیو کې د پاکستان په کراچۍ او لاهور ښارونو کې درې یوې ورځنۍ او درې شل اوریزې لوبې وکړي.

که څه هم پیل کې سریلانکا اعلان وکړ چې پاکستان کې لوبې نه کوي، خو امنیتي اقداماتو ارزونې څخه وروسته يي پرېکړه وکړه چې خپله لوبډله دغه هېواد ته د محدودو اورونو سیالیو لپاره واستوي. ټاکل شوې وه سریلانکایۍ لوبډله د سپټمبر په ۲۶مه پاکستان ته ورسېږي.

سریلانکايۍ لوبډلې پاکستان سره تر موافقې وروسته دغو سیالیو لپاره خپله لوبډله وټاکله، خو د لوبډلمشرانو په گډون د دغې لوبډلې ۱۰ لوبغاړي پاکستان ته سفر کولو ته زړه ښه نه کړ. دغو لوبغاړو کې هغه لوبغاړي چې تېر کال د پاکستان سوپر لیگ سیالیو لپاره پاکستان ته سفر کړي ول هم شامل دي.

دغو لوبغاړو کې د سریلانکا د یوې ورځینو لوبو لوبډلمشر کرونراتنې او د شل اوریزو لوبو لوبډلمشر لاسېت ملېنگا سربېره انجلو متیوز، دنېش چنديمل، تېسارا پرېرا، کوشل پرېرا، ډېکوېلا، دننجایا ډي سېلوا، اېکلا دننجیایا او سورنگا لکمل هم شامل دي.