پاکستانۍ کرکټ ملي لوبډلې د سرېلانکا مېلمستیا ته ونه کتل

د پاکستان او سریلانکا کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ په درېیمه ۵۰ اوریزه لوبه کې سریلانکا لوبډلې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره پاکستان د ۲۹۸ منډو هدف ورکړ. سریلانکا ګوناتیلاکا ۱۳۳ منډې وکړې.
دا د نوموړي ۳۸مه یو وځنۍ لوبه او دویمه سلیزه یې وه.

پاکستان لوبډلې ۴۹م اور کې د پنځو لوبغاړو په زیان سره هدف پوره کړ او لوبه یې د پنځو ویکټو په شتون کې وګټله.
پاکستان ته فخر زمان ۷۶ او عابد علي ۷۴ منډې وکړې.
د دواړو لوبډلو ترمنځ په دغې لوب لړۍ کې یې لومړۍ لوبه د باران له امله مساوي شوې وه؛ خو وروستۍ دواړه پاکستان وګټلې او د سیریز اتلولي یې ترلاسه کړه.
سریلانکا لوبډلې پاکستان ته سفر کړی او ټاکل شوې د شنبې په ورځ ورسره د درې شل اوریزو لوبو لړۍ هم پیل کړي.