د میچل سټارک ښځې نړيوال ريکارډ جوړ کړ، نور هم شته


محمود خان منندوی

اسټرالوۍ توپ وهونکې اليسا هېلي چې د ميچل سټارک مېرمن ده د سريلنکا خلاف يې په 61 توپونو 148 ناسؤزېدلې منډې وکړي.
دا د ښځينه شل اوريز کرکټ تر ټولو لوړې منډې دي.

په چمپیونز لیګ کې اټلاټیکو ماډریډ 2-0 لوکوموټیف مسکو ته ماته ورکړه، نور هم شته

ژاو فلیکس او ټوماس د اټلاټیکو ماډریډ لپاره ګولونه ولګول.

یوونټوس په چمپیونز لیګ کې 3-0 بایر لور کوزن ته ماته ورکړه. هیګواین، فیډریکو او رونالډو د یوونټوس له پاره ګولونه ولګول.

منچسټر سیټي تېره شپه چمپیونز لیګ کې 2-0 ډاینامو زاګرب ته ماته ورکړه. رحیم سټرلینګ او فیل فوډن د منچسټر سیټي ګولونه ولګول.

بل سویلي افریقایي هم د روزنې دنده ترلاسه کړه.

 له افغان کرکټ ملي لوبډلې سره د لانس کلوزنر د یوځای کیدو وروسته ګیري کرسټن هم ستره دنده ترلاسه کړه . د هندۍ کرکټ ملي لوبډلې پخوانې روزونکې سویلي افریقایي اوپنر ګیري کرسټن د انګلستانۍ کرکټ ملي لوبډلې مشر روزونکې وټاکل شو.

هلمند فوټبال غوره لیګ:  ددې ليګ د راتګ پړاو په لومړی لوبه کې ميوند فوټبال ټيم 3-2 د شاهين فوټبال ټيم ته ماته ورکړه. د ميوند فوټبال ټيم لپاره فريدون دوه او ميراغا يو ګول ترسره کړ. د شاهين فوټبال ټيم لپاره بيا عبدالله او حسن اغا ګول وهنې وکړې.

نن مازديګر څلور بجې د هلمند فوټبال غوره لیګ د راتګ پړاو دوهمه لوبه د قانون فوټبال ټيم او هارون پوپل فوټبال ټيم ترمنځ ترسره کيږي.