چمپیونز لیګ: لیورپور کینګ لوبډله ماته کړه، نور هم شته

محمود خان منندوی

لیورپول په چمپیونز لیګ کې 2-1 ګینک ته ماته ورکړه. وینالډوم او چمبرلین د لیورپول لپاره ګولونه ولګول او ساماټا د ګینک لپاره ګول ترسره کړ.

په لومړي ځل د 2015 د اپریل راهیسې میسي د چمپیونز لیګ په کورنیو پرلپسې لوبو کي ګول ونه لګاوه.

 په عین وخت کې د 2018 د فبرورۍ راهیسې ( لالیګا، بارسلونا د خټافي پر وړاندې، 0-0) بارسلونا د یوه ټورنمنټ په هغه لوبه کې ګول ونه لګاوه، چې په نیو کمپ کې و.

چمپیونز لیګ کې د چیلسي کمبک، چیلسي 4-4 ایاکس

 د چیلسي لپاره جورجینیو (2)، ازپلیکوئټا او جیمز ګولونه ولګول.

 د ایاکس لپاره ابراهام او کیپا (خپل پر ځان ګول)، پرومیس او فن ډي بیک ګولونه ولګول.

ډورټمنډ تېره شپه په چمپیونز لیګ کې 3-2 اینټر میلان ته ماته ورکړه.  د ډورټمنډ لپاره اشرف حکیمي (2) او برانډټ ګولونه ولګول. د اینټر میلان لپاره مارټینز او وسینو ګولونه ولګول.

مارټینز لومړی لوبغاړی شو، چې د اینټر میلان لپاره یي د چمپیونز لیګ په دریو پرلپسې لوبو کې ګول لګولی دی. ( د اخر ځل لپاره په 2010 کې سامویل ایټو دا ډول کارنامه کړې وه)  4 ګولونه په 3 لوبو کې.

رسمي: اونای امري تائید کړه، چې ابامیانګ د ارسنال دایمي کپتان شو.  کارنامه یي د ارسنال سره : 78 لوبې | 50 ګولونه | 11 د ګول پاسونه.