ویسټ انديز د افغانستان خطر ړنګ کړ او لومړۍ یو ورځنۍ لوبه یې ترې وګټله

 د افغانستان او وېسټ انډیز ترمنځ د دریو نړیوالو یوې ورځنیو لوبو لومړۍ لوبه پای ته ورسېده. دغې لوبې کې افغانستان له وېسټ انډیز څخه په ۷ وېکېټو ماتې وخوړه.
د لوبې پچه وېسټ انډیز وگټله او د توپ وهنې پرېکړه يي وکړه.
افغانستان د رحمت شاه او اکرام علي‌خېل غوره توپ وهنې او ملگرتیا په مرسته ۴۵٫۲ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۹۴ منډې جوړې کړې او وېسټ انډیز ته يي د ۱۹۵ منډو هدف وټاکه.
افغانستان لپاره رحمت شاه په ۸۰ توپونو د شپږ څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۶۱، اکرام علي‌خېل په ۶۲ توپونو د شپږو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۵۸ او اصغر افغان په ۵۲ توپونو د یوې څلوریزې او یوې شپږیزې په مرسته ۳۵ منډو جوړولو سره ښه وځلېدل.
ځوابي توپ وهنې کې وېسټ انډیز لپاره اېون لوېس او شای هوپ توپ وهنه پیل کړه، خو مجیب الرحمن د لوبې پنځم اور کې د اېون لوېس سوځولو سره دغو دوو لوبغاړو ته د ملگرتیا جوړولو فرصت ورنکړ او افغانستان لپاره يي لومړۍ وېکېټه واخیسته.
له ځانگړی ځنډ او منډو پرته، د لوبې اتم اور کې نوین الحق د هېټمایر سوځولو سره افغانستان لپاره دوهمه وېکېټه واخیسته. خو دوه مهمو وېکېټو له لاسه ورکولو څخه وروسته شای هوپ او چېس د وېکېټو له لاسه ورکولو لړۍ ته د پای ټکی کېښود او غوره او اوږده ملگرتیا يي جوړه کړه.

وېسټ انډیز لپاره چېس او هوپ په ۲۱۷ توپونو د ۱۶۳ منډو بریالۍ او اوږده ملگرتیا جوړه کړه. که څه هم دغه ملگرتیا د لوبې څلور څلوېښتم اور کې د مجیب الرحمن له لوري د چېس سوځولو سره پای ته ورسېده خو بیا هم دغه پیاوړې ملگرتیا دغې لوبې کې د وېسټ انډیز بریا یقیني کړه.
وېسټ انډیز ځوابي توپ وهنې کې د شای هوپ او چېس پیاوړې توپ وهنې په مرسته ۴۶٫۳ اورونو کې یوازې درې لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۹۷ منډې جوړې کړې او دغه لوبه يي په ۷ وېکېټو وگټله.
وېسټ انډیز لپاره شای هوپ په ۱۳۳ توپونو د پنځو څلوریزو په مرسته ۷۷ ناسوځېدلې منډې او چېس په ۱۱۵ توپونو د یولسو څلوریزو په مرسته ۹۴ منډو جوړولو سره پیاوړې او لوبه گټونکې توپ وهنه وکړه.
افغانستان لپاره مجیب الرحمن ۲ او نوین الحق یوه وېکېټه واخیسته.