ویسټ انډيز قوت امتحان کړ، خو افغان لوبډلې د شل اوریز لوبلړ بریا خپله کړه

د افغانستان او وېسټ انډیز ترمنځ وروستۍ شل اوریزه لوبه پای ته ورسېده. دغې لوبې کې افغانستان د وېسټ انډیز لوبډلې ته په ۲۹ منډو ماتې ورکولو سره دغه لوبلړۍ د ۲ – ۱ په توپیر سره وگټله.

د لوبې پچه افغانستان وگټله او د توپ وهنې پرېکړه يي وکړه. افغانستان ټاکل شوو شلو اورونو پای ته رسېدو سره د رحمن الله گربز پیاوړې توپ وهنې په مرسته اته لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۵۶ منډې جوړې کړې او وېسټ انډیز ته يي د ۱۵۷ منډو هدف وټاکه.

د گربز پیاوړې توپ وهنه؛ افغانستان ۱۵۶ منډې جوړې کړې. په دې سیالۍ کې ویسټ انډیز لپاره لېنډل سېمنس او اېون لوېس توپ وهنه پیل کړه، خو د لوبې درېیم اور کې مجیب الرحمن د لېنډل سېمنس او د لوبې څلورم اور کې نوین الحق د برنډن کېنگ سوځولو سره د وېسټ انډیز توپ وهونکو ته د ځان سمبالولو فرصت ورنکړ. دوو مهمو وېکېټو له لاسه ورکولو څخه وروسته اېون لوېس او شای هوپ د وېسټ انډیز لپاره د ملگرتیا جوړولو هڅه کوله او د لنډې ملگرتیا په جوړولو بریالي هم شول، خو د لوبې اتم اور په وروستی بال کریم جنت د اېون لوېس سوځولو سره دغه ملگرتیا ته د پای ټکی کېښود او افغانستان لپاره يي درېیمه وېکېټه واخیسته.

اېون لوېس تر سوځېدو وروسته، شای هوپ او هېټمایر د ۳۸ منډو چټکه ملگرتیا جوړه کړه، خو د لوبې دیارلسم اور کې راشد خان د هېټمایر په سوځولو بریالی شو او ورسره دغه چټکه ملگرتیا هم پای ته ورسېده. بل لوري ته د پرلپسې وېکېټو له لاسه ورکولو سربېره شای هوپ بیا هم خپلې پیاوړې لوبې ته ادامه ورکړه، خو د لوبې اتلسم اور کې نوین الحق د پولارډ، د لوبې نولسم اور کې گلبدین نایب د شای هوپ مهمه وېکېټه او د لوبې وروستی اور کې بیا هم نوین الحق د هولډر وېکېټه واخیسته او په دې ډول دغې لوبې کې د افغانستان بریا یقیني شوه.

وېسټ انډیز ټاکل شوو شلو اورونو بشپړېدو سره اوه لوبغاړي له لاسه ورکولو څخه وروسته یوازې د شای هوپ غوره توپ وهنې په مرسته ۱۲۷ منډې جوړې کړې او په ۲۹ منډو يي ماتې وخوړه. وېسټ انډیز لپاره یوازې شای هوپ په ۴۶ توپونو د دریو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۵۲ منډو جوړولو سره غوره لوبه نندارې ته وړاندې کړه.

افغانستان لپاره نوین الحق تر ټولو بریالۍ توپ اچونه وکړه او خپل څلورو اورونو کې يي ۲۴ منډو ورکولو سره درې وېکېټې واخیستې. مجیب الرحمن، کریم جنت، راشد خان او گلبدین نایب هم یوه یوه وېکېټه واخیسته.