د ارجنټاین تر بریا وروسته؛ پر میسي د ټیاګو سیلوا سختې نیوکې

محمود خان منندوی

وړمه شپه د برازیل او ارجنټاین ترمنځ دوستانه لوبه وشوه، چې الیسون بیکر لومړی د میسي پینالټي را وګرځول، خو میسي په دوهمي ضربې سره توپ و ګول ته دننه کړ او لوبه په دغه ګول سره ارجنټاین وګټله.

برازیلیان باوري دي چې میسي خپل په ټول زور سره د لوبې د لوبڅار مټیو کُنګر څخه پینالټي واخیسته او هم یي د لوبې په جریان کې کوښښ کولو، تر څو د لویي ریا دباندې ازاده ضربه ورته ونیسي.

د برازیل کپتان ټیاګو سیلوا تر لوبې وروسته پر میسي او د لوبې پر لوبڅار په انتقاد کولو سره وویل: ((میسي په څو ځله وغوښتل چې پر لوبڅار او د هغه پر پریکړو تاثیر ولري. هغه غوښتل د ګول سره نږدې د ازادي ضربې موقع ورته برابره شي، تر څو په دې برخه کې د خپلو وړتیاوو څخه ګټه واخلي. زه د توهین نیت نه لرم، خو دا مسئله مې د لالیګا د لوبغاړو څخه هم وپوښتله او د هغوی ځوابونه هم مثبت ول. زه باوري یم که د میسي د ځان غورځولو دغه ډول حالت د کاسمیرو پر وړاندي ترسره شوی وای، لوبڅار د خطاء نیول پریکړه نه کوله.))

ټیاګو د خپل خبرو په دوام وویل:
((میسي په چمپیونز لیګ کې داسي څه نه شي کولای، ځکه چې هلته لوبڅاران د میسي تر تاثیر لاندي نه کېږي او د هغه ځای لوبڅاران ډېر سخت ګېره دي، خو په ارجنټاین او لالیګا کې بیا دا څه فرق لري. په خاص ډول زموږ دغه لوبه چې په عربستان کې وه او د فوټبال له اړخه څخه سم نه پیژندل کېږي او د دې تر څنګ لوبڅار یي هم شناخته نه معلومید. دا ډول لوبڅاران کوښښ کوي، تر څو د مشهورو ستورو په ګټه پریکړي وکړي. باید په دې اعتراف وکړم، چې د نیمار نه شتون زموږ په تاوان تمام شو.))