تر ملي سیالېو وروسته د بارسلونا سختې سیالۍ، نور هم شته

محمود خان منندوی

 دې لوبو کې د ناکامۍ په صورت کې د والورډي د اخراج کېدو ډېر احتمال شته.

رسمي:  محمد صلاح او ایوان راکیټیچ د زخمي کېدو په خاطر د مصر او کرواشیا راتلونکي ملي لوبې له لاسه ورکړې.

لیوانډوسکي د ګول سایټ سره په مرکه کي سرجیو راموس تر ټولو ښه دفاعي لوبغاړی یاد کړی، چې تر اوسه ور سره مخامخ شوی دی.

 هغه د دې تر څنګ وویل، کله چې د راموس پر وړاندې لوبېږم، نو د خوشحالۍ احساس کوم.

رسمي: لیوانډوسکي د ګول د سایټ له خوا د بونډسليګا د 2019 کال غوره لوبغاړی انتخاب شو.

د روان میلادي‌ کال د سرو زرو پښه موډریچ خپله کړه، دې جایزې ته سرخیو راموس، روبرټ لیوانډوسکي، جورجو کیه لینی، کریسټیانو رونالډو، وین روني، جرارډ پیکي، سرخیو آگویرو، لیونل میسي او ټیاگو سیلوا کاندیدان وو. دا جایزه د 2003م کال راهیسې هغه لوبغاړي ته هر کال ورکول کېږي، چې 29 کلن وي او هم یي په ملي سطحه او د کلب په سطحه ښې پایلې ترلاسه کړې وي. ښه شخصیت لرل، با اعتماده او د خلګو د احترام وړ د دې جایزې د ترلاسه کولو نور شرایط دي.