ویسټ انډيزي نیوکولاس پوران په ټګۍ اعتراف وکړ؛ اوس یې له افغانانو بښنه وغوښته

د ویسټ انډیز ځوان منډه جوړوونکي نیکولاس پوران د افغانستان د کرکټ له ملي ټیم او د افغان کرکټ له مینوالو بخښنه غوښتې ده.
د ویسټ انډیز ځوان منډه جوړوونکي پوران د افغانستان د کرکټ له ملي ټیم او د افغان کرکټ له مینوالو بخښنه وغوښتله.
دغه ځوان منډه جوړوونکی نیکولاس پوران نومیږي، چې د یکشنبې په ورځ (نومبر۱۱) له افغانستان سره د دریو لوبو د لړۍ په وروستۍ لوبې کې یې بال په نوک ګرولی و، تر څو بال خراب شي او سوینګ یې لا زیات شي.

د ویسټ انډيز کرکټ ملي لوبډلې دې لوبغاړي په دې عمل سره نړیوالو رسنېو هم غبرګون ښودلی دی.

دې ته د کرکټ په اصطلاح بال تمپرینګ وايي، چې د کرکټ نړیواله شورا یې جرم ګڼي او بال د اصلي بڼې بدلولو زیان د مخالف ټیم منډه جوړوونکو ته رسیږي.

د کرکټ نړیوالې شورا د دغه کار له کبله پوران د ۲۰ اورونو له څلورو لوبو بند کړ او د لوبغاړو د کرکټر، دسپلین او ورزشي اخلاقو په حساب یې ځینې نومرې هم کمې شوي دي.