اسټرالوي شین واټسن ولې له خپلو مینه والو بښنه وغوښته؟

عزیز الله عزیزي

د اسټرالیا کریکټ ملي لوبډلې پخواني الروانډر شین واټسن د مينه والو څخه په هغه څه بښنه غوښتي ده چې دده د ټولنيزې شبکو څخه خراب فوسټونه او غیراخلاقي تصويرونه خپاره شوي وو. الروانډر شين واټسن چې د هندوستان پریمير لیګ سيالیو کې د چنای سوپر کینګز لوبډلې په ګټه لوبې کوي.

تيره ورځ یې د خپلې ټولنيزې رسنۍ له لارې خبر ورکړ، چې پدې وروستيو ورځو کې دده دواړه ټويټر او انسټګرام اکاؤنټونه هېک( غله) شوي دي، چې غير مناسب فوسټونه او تصویرونه ترې خپاره شوي دي. په بريتش ټابلئيډ پاڼه کې خپاره شوو سکرين شاټونو کې ښکاري چې د نوموړي په انټسګرام اکاؤنټ د ښځینه نيمه بربنډ تصويرونه فوسټ شوي.

شين واټسن خبر ويلي چې لومړۍ د هغه ټويټر اکاؤنټ هيک شو او له هغه څخه غير ادبي لیکنې خپارې شوې. څو شيبې نوي تيره شوي چې د هغه انسټګرام اکاؤنټ هم له لاسه ووت. اود ښځو غیر اخلاقي تصویرونه پرې خپاره شول. شين واټسن وويل: « زما د انسټګرام اکاؤنټ څخه د غير اخلاقي فوسټونو او تصويرونو په خپريدو له هر يوه کس څخه بښنه غواړم.»

« لومړۍ د جمعې په ورځ زما د ټويټر اکاؤنټ له لاسه ووت، او اوس دا دی انسټګرام اکاؤنټ مې هم هيک او له لاسه ورکړ.» ويل کيږي چې شين واټسن د ټويټر اکاؤنټ بیرته لاسته راوړئ، خو انسټګرام اکاؤنټ يې له هم د بل چا په لاس کې دی. واټسن د اسټرالیا کریکټ ملي لوبډلې يو مشهور لوبغاړی تیر شوی او څه باندې دوه میلیون پالورز لري.

شين واټسن په ۲۰۱۶ کال کې د نړيوال کريکټ څخه تقاعدي اعلان کړه او نوموړي د اسټرالیا کريکټ ملي لوبډلې لپاره ۵۹ ټيسټ،۱۹۰ يو ورځنۍ، او ۵۸ شل اوريزې لوبې کړي دي.چې په ټيسټ کريکټ کې يې (۳۷۳۱) منډې جوړې کړي، په يو ورځنیو سيالیو کې يې (۵۷۵۷) منډې جوړې کړي او همداشان په شل اوريزو سيالیو کې يې بیا (۱۴۶۲) منډې جوړې کړي دي.

یاده دې وي چې واټسن په لومړي ځل د اسټرالیا کريکټ ملي لوبډلې لپاره په ۲۰۰۲ کال د مارچ په ۲۴مه نېټه د سويلي افريقا خلاف په پنځوس اوریزه سيالۍ کې لوبيدلی. همداشان په ۲۰۰۵ کال کې د جنورۍ په دوهمه نېټه د پاکستان خلاف لومړۍ لوبه کې راښکاره شوی. او په ۲۰۰۶ کال د فبروری په ۲۴مه نېټه د سويلي افریقا خلاف په شل اوریزه لوبه سيالۍ کې لوبيدلی دی. نوموړي همداشان د نړۍ په مختلفو شل اوریزو ليګونو کې برخه اخيستي او تردې دمه يې ۳۱۶ شل اوریزو لوبو کې برخه اخیستي او ۸۱۸۲ منډې يې پکې جوړې کړي دي.