د کابل بازان لوبډله نن ماسپښین د بند امیر ښامارانو په وړاندې

د کابل پر وخت یوه بجه او پنځلس دقېقې د شپږیزې کرکټ لیګ په دویم کوالیفایر لوبه کې د پاراګان بند امیر ښامارانو لوبډلې پر وړاندې ډګر ته ښکته شي.
د یادولو ده چې د یادې سیالۍ بریالۍ لوبډله به بله ورځ د شپږیزې کرکټ لیګ په پایلوبه کې د وزیرزي مس عینک اتلانو لوبډلې پر وړاندې لوبه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ د کابل بازانو لوبډلې د کريم جنت د په زړه پورې توپوهنې او وقار سلامخېل بيا د په زړه پورې توپ اچونې پر مټ د کابل بازانو لوبډله د سپين غر زمريانو پر وړاندې بريا ته ورسوله، چې له دې سره يې دويمې کواليفاير لوبې ته لار پېدا کړه.

په دې سیالۍ کې د لوبې غوره لوبغاړی کریم جنت ټاکل شوی و او له دې امله یې جایزه هم ورکړه. دا د جنت د شپږيزې کرکټ ليګ په تاريخ کې دريمه سليزه وه چې ویې وهله.

د ددې ايليمينېټر لوبې په ګټلو سره د کابل بازانو لوبډلې دويمې کواليفاير لوبې ته لار پېدا کړه. کابل بازان به په دويمه کواليفایر لوبه کې د پاراګان بند امير ښامارانو لوبډلې سره نن د اکتوبر په ۱۷مه نېټه ماسپښين ۱:۱۵ بجه لوبه ترسره کوي. دغه لوبه کې چې هره لوبډله بريا خپله کړي، د وزيرزي مس عینک اتلانو لوبډلې سره به په پايلوبه کې مخ کېږي.