له لوی کندهار؛ زابلي رزمي لوبې کوونکو لوبغاړو سیالۍ وګټلې

محمد هارون لېوال

د زابل دریو تنو د رزمي سیالېو ( ووشو) لوبغاړو کندهار کې لوبې وکړي او ویې ګټلې.
زابل کې د رحیمي ووشو کلب ځيني لوبغاړي کندهار ته د سیالېو په موخه تللي وو چې تېره ورځ پنجشنبه یې د کندهار ولایت په یوه سیمه ایز کلب کې سیالۍ تر سره کړې او بریا یې خپله کړه.
د رحیمي ووشو کلب د استاد قدرت الله “رحیمي” په وینا چې دوی په خپل شخصي لګښت د خپل کلب څو تنه لوبغاړي ګاونډي کندهار ولایت ته د سیالېو په موخه بولي وو چې تېره ورځ پنجشنبه یې د دغو لوبغاړو له ډلې دریو تنو هر یوه ( شېرشاه ساحل، نیک محمد نېکزاد، نصیب الله ګانه) خپلې لوبې وګټلې او زابل ته یې بریا ور په برخه کړه.
د ښاغلي رحیمي په وینا چې یادې سیالۍ یې د کندهار ولایت د رزمي سیالېو ( فایټونو) په خونه کې تر سره کړې چې ټول لګښت یې خپل شخصي و او بل هیڅ کومې ادارې ورسره مرسته نه ده کړې.