د روان میلادي‌ کال د سرو زرو پښه موډریچ خپله کړه

محمود خان منندوی

 دې جایزې ته سرخیو راموس، روبرټ لیوانډوسکي، جورجو کیه لینی، کریسټیانو رونالډو، وین روني، جرارډ پیکي، سرخیو آگویرو، لیونل میسي او ټیاگو سیلوا کاندیدان وو.

 موډریچ د دې جایزې د ترلاسه کولو وروسته وویل:  دا د ویاړ ځای دی، چې دا جایزه مې ترلاسه کړه. په تېر وخت کې مهمو لوبغاړو دا ویاړ خپل کړی وو. لکه څنګه چې مې په دې وروستېو کې ښودلې ده، اوس خپل اصلي حالت ته ګرځیدلی یم. د روان کال تر پایه د ریال ماډریډ سره 7 لوبې لرو او غواړو چې خپل ښه حالت جاري وساتو.

 دا جایزه د 2003م کال راهیسې هغه لوبغاړي ته هر کال ورکول کېږي، چې 29 کلن وي او هم یي په ملي سطحه او د کلب په سطحه ښې پایلې ترلاسه کړې وي. ښه شخصیت لرل، با اعتماده او د خلګو د احترام وړ د دې جایزې د ترلاسه کولو نور شرایط دي.