افغان لوبډله په روان میلادي کال کې ډېره بوخته ده
محمد اسماعیل ملکزی
افغانستان له نړیوال جام وروسته د ۲۰۱۹ کال ترپایه درې ټیسټ ۸ پنځوس اوریزي او ۸ شل اوریزي سیالۍ ترسره کوي.
د ۲۰۱۹ کال د اګسټ په میاشت کي به افغان کرکټ ملي لوبډله له زیمبابوې کرکټ ملي لوبډلې سره د زمبابوې په کوربتوب یوه ټیسټپنځه پنځوس اوریزې او درې شل اوریزې سیالۍ ترسره کړي.
دغه راز د ۲۰۱۹ کال د سپټمبر په میاشت کې به افغان لوبډله له بنګله دیش لوبډلې سره د بنګله دیش په کوربتوب یوه ټیسټ او دوې شل اوریزي سیالۍ هم ترسره کړي.
او د ۲۰۱۹ کال په پای یعنې نومبر کې به افغان کرکټ ملي لوبډله له ویسټ انډیز سره د افغانستان په کوربتوب یوه ټیسټ، درې پنځوس اوریزې، او درې شل اوریزي سیالۍ ترسره کړي.
کرکټ پوهان په دې آند دي چې دا سیالۍ به افغان کرکټ ملي لوبډلې ته د مخته تګ زمینه لا مساعده کړي. هېره دې نه وي چې د ټیسټ سیالۍ په ګټلو سره د پاکستان لومړي ویز عمران خان افغان لوبډلې ته په لومړي ځل د کرکټ لوبې د ګټلو مبارکي ویلې وه او ویلي یې وو چې افغان لوبډله په ډېر کم او لږ وخت کې په ډېر ښه انداز مخته ولاړه.