د جاپان په کوربتوب د روان میلادي کال رګبي سیالېو نړیوال جام جنوبي افریقا وګاټه

 رګبي چې د ورزشونو په منځ کې یوه له ګرمو لوبو څخه ګڼل کېږي او د نړۍ په کچه زیات مینوال لري، په ۲۰۱۹ م کال کې یې نړیوال جام جاپان کې ترسره شو؛ خو اتلولي یې سویلې افریقا وګټله.

 د رګبي سیالیو لپاره د نړیوالو جامونو د پیل تاریخ ۱۹۸۷ م کال دی، چې تر ۲۰۱۹ م کال پورې یې ۹ پړاوونه ترسره شوي دي، چې درې ځلې یې اتلولۍ نیوزیلنډ، درې ځلې سویلي افریقا، دوه ځلې اسټرالیا او یو ځل انګلستان ګټلي دي.

 د ۲۰۱۹ م کال د نومبر په ۲ یمه نېټه د دې سیالیو پایلوبې ته سویلي افریقا او انګلستان لوبډلې وتلې وې، چې اتلولي یې افریقا یوړه.

 د رګبي سیالیو نړیوال جامونه هرو څلورو کلونو کې یو ځل جوړېږي، چې ډېری وخت پکې ۲۰ لوبډلې ګډون کوي او ټولې پکې ۴۵ لوبې کېږي.

 رګبي سیالیو کې په هره لوبډله کې پنځلس، پنځلس لوبغاړي وي او له یو بل څخه په زور سره د توپ اخېستلو هڅې کوي.