انګلنډ او جنوبي افریقا لوبډلو د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام په خپلې سیالۍ پېل کړ

ــ تاند

د یو ورځنېو سیالیو لپاره د کرکټ نړیوال جام په انګلستان او ویلز ښارونو کې د ۱۰ لوبډلو په شتون پيلیږي، دا نړیوال جام نن پنجشنبه له غرمې وروسته د ماسپښین په ۲ بجو د انګلستان او جنوبي افریقا لوبډلو په سیالۍ پېل شو. دا سیالۍ اوس مهال روانه ده او لومړۍ توپوهنه انګلنډۍ لوبډله کوي، ددې لوبې جزیات وروسته له تاسې سره شریکوو.

د ۲۰۱۹ کال په نړیوال جام سیالېو کې دا افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره دوهم لوی بخت دی چې په ډېرې اسانۍ ورته ملاویږي، یعنې د نړۍ نورو لوبډلو دې جام ته په دومره کم وخت کې رسېدنه نه ده کړې، خو افغان لوبډله اوس د ۲۰۱۵ کال نړیوال جام سیالېو را په دې خوا اوس ډېره پیاوړې شوې ده، ځکه همدې د همدې څلورو کلونو په جریان کې افغان لوبډلې دوه پیاوړي لوبغاړي چې راشد خان او مجیب الرحمن دي، په ډېر کم وخت کې نړیوال توپوهونکي په خپلو بې سارو توپ اچوونو وګواښل، ځکه اوس هیلې شته چې په یاد جام کې مخته ولاړ شو.

افغانستان د نړیوال جام په دغو سیالیو کې له اسټراليا، انګلستان، پاکستان، هند، جنوبي افريقا، نيوزیلنډ، ویسټ انډيز، سريلانکا او بنګله ‌دېش لوبډلو سره لوبې کوي.

د راپورنو له مخې په دې نړیوال جام کې ټول ټال ۴۸سیالۍ د انګلستان په ۱۰ښارونو او ۱۱لوبغالو کې کېږي.

افغانستان به په دغه نړيوال جام کې خپله اوله لوبه د شنبې په ورځ د مازدیګر په پنځو بجو له اسټرالیا سره وکړي. دا لوبه د انګلستان په برېسټول کرکټ لوبغالي کېږي.

د نړيوال جام لوبو مهالوېش له مخې د افغانستان نورې لوبې به په لاندې نېټو

وشي:

د جون ۴مه، له سریلانکا سره د کاردیف ښار په کرکټ لوبغالي کې؛

د جون ۸مه، له نیوزیلنډ سره د ټاون‌ټون ښار په کرکټ لوبغالي کې؛

د جون ۱۵مه، له سویلي افریفا سره د کاردیف ښار په کرکټ لوبغالي کې؛

د جون ۱۸مه، له انګلنډ سره د منچسټر ښار په کرکټ لوبغالي کې؛

د جون ۲۲مه، له هند سره د سټامپ‌ټون ښار په کرکټ لوبغالي کې؛

د جون ۲۴مه، له بنګله‌دېش سره د سټامپ‌ټون ښار په کرکټ لوبغالي کې؛

د جون ۲۹مه، له پاکستان سره د ليډس ښار په کرکټ لوبغالي کې؛

او وروستۍ لوبه د جولاۍ په ۴مه، له ویسټ انډیز سره د ليډس ښار په کرکټ لوبغالي کې.

په عین حال کې د افغانستان ملي لوبډلې لوبغاړو په دې سياليو کې د بشپړ چمتووالي خبر ورکړی. لوبډل‌مشر ګلبدين نايب د نړيوال جام له پيلېدو مخکې د یوې خبرې ناستې په ترڅ کې وویل: «زموږ لوبډله ښه چمتووالی لري، له څو اوونیو راهیسې په انګلستان کې یو،  لوبې مو وکړې او ښه تمرینات مو کړي دي، د لوبغاړو مورال ښه دی.»

د نړیوال جام ویب‌پانې د راپور له مخې په دې سياليو کې اتلې لوبډلې ته څلور میلیونه ډالر او د دویم مقام ګټونکې ته دوه میلیونه ډالر ورکول کېږي. دغه راز د نیمه پایلوبې/سیمې فاینل بایلونکې لوبډلې ته ۸۰۰زره ډالر او په ګروپي پړاو کې د هرې لوبې ګټونکې لوبډلې ته ۴۰زره ډالر ورکول کېږي.

تر دې مخکې ۱۱ځله د کرکټ يو ورځنيو سياليو نړيوال جام ترسره شوی دی. په دغو نړيوالو جامونو کې اسټرالیا پنځه ځلې، هند او ویسټ انډیز دوه- دوه ځلې، پاکستان او سریلانکا یو-یو ځل دا اتلولي ګټلې ده.

د یادولو وړ ده چې په‌ دې یو ورځنیو لوبو کې د افغانستان په شمول ټول ټال ۱۰لوبډلې برخه لري او د روان کال د جولای میاشتې تر ۱۴مې نېټې به دوام وکړي.