د فوټبال یو افغان لوبڅار حلیم اقا شیرزاد په خپله لوبڅارۍ کې یوه درجه پرمختګ وکړ

ـ تاند

د افغانستان د فوټبال فدراسیون لوبڅار حلیم اقا شېرزاد د اسیا په کچه د پیاوړو او ځیرکو لوبڅارو په منځ کې له خپلې درجې یو قدم وړاندې شوی دی.

حلیم اقا شیرزاد د فوټبال د لوبڅارانو د ارزیابۍ په دوهمه مرحله کې دا وړاندې والی ترلاسه کړی دی.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون د رسنیو مسؤل شمس امیني نن د چهارشنبې په ورځ ازادي را‌ډیو ته وویل چې ښاغلي شېرزاد د فوټبال د لوبڅارانو د ارزیابۍ دوهمه مرحله هم په بریالیتوب سره پای ته ورسوله او د ښو نُمرو په ترلاسه کولو سره درېیمې مرحلې ته لاړ.

ښاغلی شېرزاد به د لوبڅارانو د ارزیابۍ د درېیمې مرحلې لپاره تاجکستان ته ځي او د بریالیتوب په صورت کې به د اسیا د پیاوړو او ځیرکو لوبڅارانو په ډله کې شمېرل کېږي.

لوبڅار شیرزاد په ۲۰۱۳ زیږدیز کال کې د افغان پریمر لیګ برخه کې د لوبڅار په توګه دنده ترسره کوي، نوموړي تر دې مهاله په ۳۶ سیالېو کې د لوبڅار په حېث دنده ترسره کړې ده.

په افغانستان کې د کرکټ لوبې را وروسته فوټبال په دوهمه درجه کې زیات مینه وال لري، او زیات مینه وال یې د وخت کمښت ګټور بولي؛ ځکه دوی یې دلیل دا وايي چې دغه لوبه ۹۰ دقېقې وخت نیسي او لکه د کرکټ نیمه ورځ چې شل اوریزې سیالۍ، یو ورځنۍ سیالۍ چې پنځوس اوریزه سیالۍ او ټیسټ سیالۍ چې په ورځو، ورځو وخت نه نیسي.