فواد علمدار به لومړی لوبڅار شي

‪  هارون لیوال – زابل

 د پاکستان هیواد ته منسوب د کرکټ لوبڅار عالم سرور دار به تر یو څو سیالیو لوبڅاري کولو وروسته له کرکټ نړیوالي شورا (ای سي سي) سره د لومړي لوبڅار په حیث ثبت سي. نوموړي ته ۹ ټیسټ او ۶ یو ورځنۍ سیالۍ پاتې دي چې که پکې لوبڅاري وکړي، نو د کرکټ په نړۍ کې به لومړی لوبڅار وګڼل شي.

 علمدار په ۱۹۶۸ م کال کې د جون پر شپږمه د پاکستان په پنجاب ایالات کې د جېهنګ په سیمه کې زېږېدلی اوس مهال ۵۰ کاله عمر لري. نوموړي له ۲۰۰۳ کال څخه تر ۲۰۱۹ کال پورې (۱۲۵ ټیسټ) له ۲۰۰۰ کال څخه تر ۲۰۱۹ پورې ( ۱۹۸ یو ورځنیو ۵۰ اوریزو) او له ۲۰۰۹ څخه تر ۲۰۱۸ پورې په ګڼو شل اوریزو سیالېو کې ګډون کړی دی.

یاده دې چې د نړیوال کرکټ لوبڅاري د زیاتې تجربې سره بشپړه ځیرکتیا غواړي، ځکه دوی په لوبغالي کې له لوبې مهمه دنده سرته رسوي.

په نړیوال کرکټ کې ۳ پیاوړي افغان لوبڅاران هم شامل دي چې بسم الله جان شینواری، احمد شاه پکتین، احمد شاه دراني یې نوموتي او تجربه کاره ښودل شوي دی.