ارون فینچ ته بندېز غم ونه ګرځېد او سمدلاسه یې په پرمختګونو پېل وکړ

هارون لیوال – زابل
د اسټرالیا لوبډلې لپاره د سمیت او ډیویډ وارنر تر بندیز وروسته لوبډلمشر ارون فینچ خورا ښه پر مخ روان دی.
نوموړی ښي لاسی د پیل بریدګر توپوهونکی دی، وروسته له هغه چې نوموړي د پاکستان خلاف سیریز کې د خپلي ښې لوبډلمشرۍ تر څنګ ښه توپوهنه هم وکړه، د سیریز په پنځو سیالیو کې یې د پاکستان لوبډلي خلاف د دوو سلیزو پر مټ ۴۵۱ منډې تر سره کړې.
د همدې ښې کارکردګي پر مټ لومړی د سیریز غوره لوبغاړی وټاکل سو او ورپسې د کرکټ نړیوالي شورا یا ( ای سي سي) نوموړي ته د یو ورځنیو لوبو د توپوهونکو کې د نهم ( ۹) لوبغاړی ځای ورکړ او په ۹ رینکینګ کې وشمارل سو.
یو دېرش کلن فینچ د پاکستان خلاف دې سیریز کې ۱۱۲،۷۵ اوسط منډو سره ۱۲ پوینټه مخته او په ۱۰ بهترینه لوبغاړو کې وګڼل سو.
د همدې سیریز په ښه لوبه کولو سره بل مسلمان پیلونکی لوبغاړی عثمان خواجه په ۲۳ ځای کې او مکسویل بیا په ۲۹ ځای کې وګڼل شوه.
د یادولو وړ ده چې د اسټرالیا او پاکستان هیوادونو ترمنځ سیالۍ تېرو ورځو کې تر سره سوې چ‌ې اسټراليا پکښي پنځه د صفر پر وړاندې بریا ترلاسه کړه او پاکستانۍ لوبډله یې په خپل کوربه توب کې وایټ واش (په سپين میدان پریښوده)‏.‏