د هند په غوره لیګ کې راجستان لوبډلې خپله لومړۍ لوبه وګټله

عبدالولي عمري

د هندوستان په کورني لیګ کي ۱۴ سمه لوبه د راجستان او رویال چلنجر ترمنځ ترسره سوه چي پکې د څلورم ځل لپاره رویال چلنجر ماته ومنله.

ددې لوبي پیل رویال چلنجر لوبډلې وکړ، چلنجر په خپل ۲۰ اورونو کې خپل ۴ لوبغاړي له لاسه ورکړل او راجستان ته یې د ۱۵۹ منډو هدف ورکړ.

د چلنجر بنګلور لپاره پټیل ۶۷ منډي وکړې. د توپ اچوونې په برخه کې د راجستان په ګټه بیا شیریاس ګوپل په خپل ۴ اوره کي ۱۲ منډې ورکړې او ۳ ویکټې یې ترلاسه کړې.

ددې لوبي په دوهمه برخه کې راجستان لوبډلې په پوره هڅه تر ټاکلي هدف ځان ورساوه، راجستان ۳ لوبغاړي له لاسه ورکړل او د چلنجر لوبډلې څخه یې لوبه په ۷ ویکټو وګټله.

د راجستان لپاره بیا بیټلر تر ټولو ډیري ۵۹ منډي وکړې، د چیلنجر په ګټه بیا چاحال دوې ویکټي ترلاسه کړې.

دا په روان سږني لیګ د راجستان لپاره اختریزه لوبه وه چي پر رویال چلنجر یې ځان د لوبو په جدول کې شپږم مقام ته پورته کړ.

ددې لوبي د غوره لوبغاړي ډالي شیریاس ګوپل ته ورکول سوه، نوموړي د خپلي لوبډلي په ګټه بهترینه توپ اچوونه وکړه. ګوپل په خپل ۴ اوره کي ۱۲ منډې ورکړې او ۳ ویکټې یې هم ترلاسه کړې.