راجستان لوبډلې په پنځو ویکټو ممبیۍ لوبډله مات کړه

خان وزیر عابد

د هند غوره لیګ یا د ( ای پي ایل) سیالیو په دوام په (۳۶) مازیګرنۍ لوبه کې راجستان رایلز لوبډلې په پنځو ویکټو ممببۍ انډینز لوبډلې ته ماتې ورکړه.

په دغې سیالۍ کې پچه یا ټاس راجستان رایلز لوبډلې وګاټه او لومړی یې د توپ اچوونې پرېکړه وکړه، ممبیۍ اینډینز لوبډلې په ټاکلو شل اورونو کې د پنځو لوبغاړو
په سوځېدو سره د (۱۶۲) منډو هدف راجستان ته وټاکه.

د ممبيۍ انډینز لوبډلې لپاره په توپوهنه کې کوینټن ډیکوک تر ټولو ډېرې ( ۶۵) منډې جوړې کړې، دغه راز هارډېک پنډیا بیا (۲۳) منډې او یاداو (۳۴) منډې ترسره کړې.

د راجستان رایلز لوبډلې لپاره په توپ اچوونه کې چېک ګوپال دوه لوبغاړي، دغه راز اونتکت هم دوه لوبغاړي له مخې پورته کړل.

راجستان رایلز لوبډلې د ممبيښ انډینز لوبډلې ټاکل شوی د ( ۱۶۲) منډو هدف د شلم اور په لومړي توپ د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او سیالي یې پر پنځو ویکټو وګټله.

د راجستان رایلز لوبډلې لپاره په توپوهنه کې سټیو سمېټ نیمه سلیزه ووهله، نوموړي ( ۵۹) منډې جوړې کړې، دغه راز پراګ (۳۳) او ویکټ ساتونکي سنجو سمسون بیا ( ۳۵) منډې وکړې.

د ممبيښ انډینز لوبډلې لپاره په توپ اچوونه کې هندي راهول چاهار یو ځل بیا درې او جسپرېټ بومرا بیا یو لوبغاړی له مخې پورته کړ؛ خو دواړو توپ اچوونکو له هدف څخه دفاع ونه کړه او لوبه یې وبایله.

د یادې سیالۍ غوره لوبغاړی سټیو سمېت ونومول شو، نوموړي نن نیمه سلیزه ووهله.