راجستان لوبډلې د جاس بټلر د ۸۹ منډو په برکت ممبۍ لوبډله ماته کړه

فیاض حمید

د (۲۰۱۹م) کال ای پي ايل (۲۷)مه سيالي د ممبۍ او راجستان لوبډلو تر منځ وشوه، چې راجستان لوبډلې ممبۍ ته په (۴) وېکټو ماته ورکړه.

لومړۍ توپوهنه ممبۍ وکړه او د (۵) لوبغاړو په سوځېدو يې ټولې (۱۸۷) منډې جوړې کړې. د دوی له ډلې لوبډلمشر روهېت شرما (۴۷) او ډيکاک تر ټولو ډېرې (۸۱) منډې جوړې کړې.

د راجستان له لورې کولکرني او اوناډکټ يوه- يوه او ارچر درې وېکټې ترلاسه کړې.

په ځواب کې راجستان لوبډلې پيل ډېر خوندور وکړ، لومړي دوه لوبغاړو يې (۶۰) منډې ملګرتيا وکړه، وروسته دويم لوبغاړی پر (۱۴۷) منډو وسوځېد. په وروستيو څو اورونو کې يې ځيني لوبغاړي ژر له لاسه ورکړل، خو د وروستي اور په درېيم توپ يې وکولای شول چې هدف پوره او لوبه په خپله ګټه پاي ته ورسوي.

د راجستان توپوهونکو کې بټلر، رېحانی او سيمسن مخکښ و، دوی په ترتيب سره (۸۹، ۳۷ او ۳۱) منډې جوړې کړې.

د ممبۍ له لوري پانډيا (۳)، بومرا (۲) او چاهر يو لوبغاړی وسوځاوه.

الزاري جوسېف چې په لومړۍ سيالۍ کې يې شپږ لوبغاړي سوځولي و، په دې سيالۍ کې يې په درې اورونو کې (۵۳) منډې ورکړې، چې په يو اور کې ترې جاس بټلر (۲۸) منډې واخيستې.

ددې لوبې غوره لوبغاړی جاس بټلر ونومول شو چې د خپلې لوبډلې لپاره يې (۸۹) منډې جوړې کړې.