زابل کې پسرلنۍ سیالۍ پیل سوې

هارون لیوال – زابل

زابل کې د ۱۲ کرکټ لوبډلو ترمنځ د کرکټ سیالۍ پیل سوې.
نن یکشنبه د حمل ۲۵ مه نېټه زابل کې د کرکټ امریت تر رهبرې لاندي د کرکټ منتخیي کمېټې په څارلو د کرکټ لوبډلو په مالي لګښت د کرکټ ۲۰ اوریزي سیالۍ د سولي تر عنوان لاندي پیل سوې.
دغه سیالۍ به د ۱۲ لوبډلو ترمنځ په ۴ ډلو( ګروپونو) کې تر سره شي، چې له هري ډلي(ګروپ) څخه به یوه لوبډله د دوو سیالو په ګټلو سره بل پړاو ته لار مومي.
سیالۍ ۲۰ اوریزې دي، د مرکز قلات ترڅنګ به پکښې د شاجوی او شهرصفا ولسوالۍ لوبډلي هم ولوبیږي او ۱۷ ورځې وخت به په بر کې ونیسي.
سیالۍ به په مرکز قلات کې د همرا کرکټ لوبغالي باندې د ماسپښین لخوا تر سره کیږي چې د کرکټ ټولو اصولو ته په پام کې نیولو سره به د روزل سویو لوبڅارانو او منډې شمېرونکو له لورې څارل او پر مخ وړل کیږي.
هېره دې نه وي چې د هیواد د ملي لوبډلي د وروستېو لاسته راوړنو په هیواد کې ډېری ځوانان کرکټ او د کرکټ لوبو ته هڅولي دي.