د هند پر آی پي ایل لیګ د ترهګریز برید نغاره ولې ډنګېده

خان وزیر عابد

پرون/ یکشنبه/ له سهار را وروسته په ټولنیزو رسنیو اوازه خپره شوه او داسې ویل کېدل چې د هند غوره لیګ په دوام کې د ترهګریز برید احتمال شته، یو شمېر چارواکو هم ویلي و چې د ممبۍ ښار په ( وانکیډي) کرېکټ لوبغالي باندې د ترهګریز برید شک موجود دی.

بلخوا د برید راپور د ( ای پي ایل ) سیالېو سمبالوونکي او هندي کرکټ بورډ ته هم رسېدلی و چې ګواکې د ممبۍ ښار په دې نړیوال کرېکټ لوبغالي باندې به ترهګریز برید ترسره شي. خو هندي پولیسو ویلي دي چې دا هسې تشې اوازې دي او هېڅ ډول امنیتي ستونزه نشته، پولیسو ویلي: د یادو سیالېو لپاره یې سخت امنیتي تدابیر نیولي او په په بشپړه توګه یې د ممبۍ ښار د امنیت خبر هم ورکړی دی.

د هند غوره لیګ کې تر دې دمه یې (۲۹) سیالۍ ترسره شوي دي. آی پي ایل ستر لیګ ته هر کال په لسګونه نړیوال نوموتې لوبغاړي راځي ،تر څو په دې ستر سوداګریز لیګ کې ګډون وکړي. تر اوسه پورې د یاد لیګ نیمایې لوبې په ارامه فضا کې ترسره شوي دي او کومه ستونزه لا نه ده لیدل شوې.

په ورته وخت کې د هند او پاکستان ترمنځ وروستنی کړکیچن حالت په یو سخت پړاو کې قرار لري، ځیني هندي چارواکي وایي: پاکستان هڅه کوي ترڅو د هند غوره لیګ بدنام کړی او تاوان ورواړوي، خو د دوی پر وینا پاکستان به په دې ډول هڅو بریالی نه شي.