د کرېکټ نغاره | امان الله جمالزی
هره چار د پښتانه تر مغل ښه ده
اتفاق ورڅخه نشته ډېر ارمان
که توفیق د اتفاق پښتانه مومي
زوړ خوشحال به دوباره شي په دا ځوان
له تېر یوه کال راهیسې د افغانستان د کرېکټ ناندرۍ روانې دي. په څو میاشتو کې درې ځله کپتان بدل شو او په هر ځل بدلېدو یې رنګارنګ جنجالونه جوړ شول. د کپتان تر څنګ درې ځله د کرېکټ بورډ رئیسان هم بدل شول. دا ستونزه په څه کې ده؟ که همدا حالت روان وي څه کېږي او د مخنیوي لپاره یې څه ته اړتیا ده؟
د تېرې جولای میاشتې په اتلسمه نېټه د زېمبابوې کرېکټ بورډ د نړیوالې شورا په کلنۍ غونډه کې د نړیوالې شورا په اړوندو ټولو لوبو کې د ګډون له بندیز سره مخ شو او میلیونونه ډالره بودیجه هم پرې بنده شوه. دوی یوازې په خپل لګښت د دوهاړخیزو او څو اړخیزو سیالیو د کولو حق لري. دا بندیز له دې امله نه دی چې د زېمبابوې وړتیا کمه شوې او یا کومه بله خبره ده، بلکې یوازنی لامل یې د کرېکټ په چارو کې سیاسي او حکومتي لاسوهنه ده. زېمبابوې دا مهال هم له لنډمهالي بندیز سره مخ ده او د ۲۰۲۰ کال له نړیوال شل اوریز جامه هم بېبرخې ده. دوی ته وخت ورکړل شوی چې باید د نړیوالې شورا تر بلې کلنۍ غونډې اصلاحات راولي. د افغانستان کرېکټ بورډ هم په همداسې ناندریو کې بند دی او لرې نه ده چې د نړیوالې شورا له بندیز سره مخ شي.
له کومې ورځې چې په افغانستان کې کرېکټ پیل شوی، د سمتپرستۍ او خپلولۍ خبرې ورسره ملې دي. ان له لومړیو راهیسې د یوې کورنۍ څلور غړي چې څلور واړه سکه وروڼه دي، د ملي لوبډلې لوبغاړي وو. په دوی کې تاج ملوک عالم او هستي ګل عابد د زړښت له امله له ملي لوبډلې ووتل، خو د کرېکټ ادارې په جوړښت کې لا هم ښکېل دي او کریم صادق او آفتاب عالم لا هم د ملي لوبډلې غړي دي. نوروز منګل څو کاله پرلهپسې د ملي لوبډلې کپتان و. کله چې له لوبډلې وت، خپل سکه ورور احسان جنت یې په ملي لوبډله کې ځای کړ او دی د ملي لوبډلې روزونکی او د ټاکونکې ډلې غړی شو. رئیس احمدزی څو کاله د کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړی و؛ کله چې له لوبډلې ووت، خپل سکه ورور ناصر جمال احمدزی یې د ملي لوبډلې غړی کړ. دا مهال د ملي لوبډلې کپتان اصغر افغان خپل کشر ورور کریم جنت او خپل خورېږ وقار سلامخېل د ملي لوبډلې په غړو کې شامل کړي. که وړتیا پکې وي، د افغانستان د نامه لپاره دې ټوله لوبډله دې یو کورنۍ غړي شي؛ خو که وړتیا پکې نه وي، بیا نو ټول خلک پوهېږي چې غوا توره پۍ یې سپینې.
تر واسطو او نورو خبرو یې هم ورتېر، دلته ډېره لویه خبره یو بل خیانت دی. افغانان نه له عقله خلاص دي او نه هم ړانده دي، ټول پوهېږي چې د هېواد پر نامه او عزت څه روان دي. راشد خان ولې د هر افغان لپاره ویاړ او اتل و او ولې یو دم پر بدنامه او نجسه څېره بدل شو؟ دلته خامخا کومه خبره ده. که د ګلبدین نایب خبره بېخي هېره کړو، ټولو افغانانو تر نړیوال جام وړاندې د کپتان پر بدلېدو د راشد او نبي غبرګون ولید. دوی د ملي امنیت شورا پر سلاکار او نورو چارواکو غږ وکړ چې د کرېکټ بورډ دا پرېکړه د منلو وړ نه ده. یعنې دوی دواړو د اصغر تر کپتانۍ پرته له بل چاسره لوبه نه کوله. د بورډ له اصولو ښکاره سرغړونه نوره څنګه وي؟ کله چې لوبډله نړیوال جام ته لاړه، ټولو لیدل چې راشد خان، نبي او اصغر د زړه له پاسه لوبېږي. د ډلبازۍ او خیانت دومره ښکاره حالت روان و چې هېڅ سترګې نشي پرې پټېدای. کوم وطن او کوم ولس چې عزت او مینه ورکړه، دوی د هماغه وطن او ولس پر مخ توف کړل. له دوی نه ولې د دغه خیانت پوښتنه ونهشوه؟ د کرېکټ بورډ درې رئیسان بدل شول او هر یوه پر بل تورونه ولګول. د کرېکټ بورډ د فساد قضیې ناحل پرتې دي، څوک یې ولې پوښتنه نه کوي؟
په هر صورت، ګوی مګوی هغومره نه دي چې یې یاد کړم. اوس د دې وخت نه دی چې یا د راشد او اصغر د خیانت خبرې وکړو او یا د رئیسانو د غلا؛ اوس کرېکټ د زوال پر خوا روان دی او د میلیونونو افغانانو هیلې په اوبو لاهو کېږي. اوس له دغه بحراني حالته د وتلو حللاره په کار ده. دا حل نه د ولسمشر کار دی او نه د فرحان یوسفزي؛ ځکه هغوی خپل زورونه وازمایل او بېګټې ثابت شول. اوس باید افغانان خپل دا ویاړونه په خپله وساتي او دا بحران هم په خپله کابو کړي. کرېکټ د ولس خپله خوشحالي ده او د ساتلو لپاره یې هره هڅه خپل حق دی.
که غواړئ چې کرېکټ مو د زېمبابوې پر برخهلیک اخته نشي؛ که غواړئ چې نور مو لوبډله رښتینې ملي شي او د عثمان غني، حشمت شهیدي، شفق او لسګونو ځوانانو حق ونهخوړل شي؛ که غواړئ چې د یوې نیمې لسیزې ویاړونه مو په اوبو لاهو نشي؛ که غواړئ چې لوېدلی بیرغ مو بیا پورته شي او د غیرت ناره مو د هر سیال پر زړه چنګونه ووهي؛ نو راووځئ او احتجاج وکړئ. غوښه په پیشو مه ساتئ. ټول راټول شئ او په کابل کې په یوه آزاد ځای کې مشورتي احتجاج وکړئ. پر دې باور ولرئ چې د کرېکټ د ژغورلو مسوولیت تاسو ته در په غاړه دی. بل هېڅوک به یې غم ونهخوري، یوازې ستاسو غږ او ستاسو غوښتنې دا هر څه کابو کولای شي. د کرېکټ د ژغورنې لپاره د کمپاین په نامه په کابل کې یو ځای وټاکئ او په عمومي ډول ټول مینهوال ګډون پکې وکړئ. خپلې پرېکړې او سرې کرښې څرګندې کړئ او چارواکو ته یې اعلان کړئ. که دا کار ونهشو، بیا هېڅکله هم د ښې ورځې خوب ونهوینئ.
وما علینا الی البلاغ