د هند روهېت شرما وځلېد، دی د لالیګا سفیر ګمارل شوی، نور هم شته

محمود خان منندوی

۳۲ کلن روهېت شرما د هندوستان په خاوره د لالیګا سفیر وټاکل شو، شرما د ۱۹۸۷ میلادي کال د اپرېل په ۳۰مه نېټه زیږېدلی دی. دی په ښي لاس په زړه پورې توپوهنه کوي او په ملي لوبډله کې د پېل توپوهنې لپاره وړ لوبغاړی ګڼل کیږي. شرما په کور دننه د ممبۍ انډينز لپاره لوبیږي.

فوټبال: مارکا ورځپاڼي ویلي دي، که ریال ماډریډ پوه شي چې لوبغاړو ته یې په کوچنۍ اندازه هم د ګواښ شته، نو ریال به خپلو لوبغاړو ته اجازه ور نه کړي، چې نیو کمپ ته په بس کې ولاړ شي.

 د الکلاسیکو په اړه د هسپانیا فوټبال فدراسیون ویلي دي، چې حالت له نږدې څاري او د ګواښ پر وخت به ژر اقدام وکړي.

د سالزبورګ کلب ورزشي مدیر تائید کړه، چې دوی اوسمهال د لیورپول سره د ایرلینګ هالنډ د انتقال پر سر خبرې کوي.

د ګروپ لومړي مقام لرونکي په تګ پړاو لوبو کې میلمانه دي او د راتګ پړاو لوبو کې کوربه دي.

د چمپیونز لیګ د 1/8 پړاو پچې اچونې او د دغه پړاو د لوبو په هکله دوې مهمي نقطې:

 1- د چمپیونز لیګ په 1/8 پړاو کې د یوه مقام لوبډلي، د یوه هېواد لوبډلې او د یوه ګروپ لوبډلې نه سره مخامخ کېږي.

 2- د 1/8 پړاو لوبې د فبروري پر 18مه، 19مه، 25مه او 26مه د تګ پړاو او د مارچ پر 10مه، 11مه، 17مه او 18مه د راتګ پړاو ترسره کېږي.