لیونل میسي: د اروپا د اتلانو لیګ کال په کال سختيږي

محمود خان منندوی

د بارسلونا ارجنټايني ستوري لیونل ميسي پرون د اډيډاس کمپنۍ په جوړو شویو مراسمو کې ګډون وکړ او د دې تر څنګ يي لنډي خبري هم وکړې. میسي تېره اوونۍ د سرو زرو شپږم توپ ترلاسه کړ او د پرون مراسمو کې يي خپل نوي بوټونه هم معرفي کړل.  لیونل ميسي د سرو زرو د شپږم بوټ او توپ په اړه وویل:  ټولي جایزې ځانګړي دي او په ځانګړې توګه بیا وروستي د سرو زرو توپ، چې د هغه حس او سطحي په خاطر چې ما د فوټبال په ډګر کې درلود. د بریاوو راز؟ کار، تلاښ او ورځ تر بلي د ښه کېدو فردي اراده. دا چې تل باید په فوټبال کې د نویو شیانو د زده کړو په لټه کې اوسئ. د فوټبال کولو څخه خوند واخلئ، چې زه خپله شخصاً د فوټبال عاشق یم. هیڅ بل راز په دې کې نشته.

د اروپا د اتلانو د لیګ په اړه ميسي وویل:  کال په کال کار سختيږي، لوبډلې یو بل ته نږدې کېږي او سیالۍ کول هم نږدې کېږي. هره لوبډله کولای شي، هرې لوبډلې ته ماته ورکړي. سږ کال نوی کال دی او موږ باید خپل کار له صفره پيل کړو. د اروپا د اتلانو په لیګ کې د تېرو کلونو په اړه فکر کول، تېروتنه ده.

په دغه خبرو کې ميسي د راتلونکې اوونۍ د الکلاسیکو په اړه وویل:  ریال ماډريډ په دې وروستیو کې د نمرو په ترلاسه کولو کې ښه ثابت شوی دی. دا ډول لوبې ځانګړي دي. دا ځل دواړه کلبونه په ښه حالت کې دي.

میسي دغه خبرې په داسي حال کې کړي دي، چې بارسلونا د اروپا د اتلانو په لیګ کې د سخت ګروپ څخه و ۱/۸ پړاو ته لاره پيدا کړه او په لالیګا کې د ریال ماډريډ سره د ګولونو د توپير په خاطر په لومړي مقام ده.